پيتروشف: اسرائيل، امريکا د ايران پرضد جگړې ته هڅوي
۱۳۹۰ دی ۲۳, جمعهد کريملن د امنيتي کمېټې مشر، نيوکولا پيتروشف، د انترفاکس خبري آژانس ته ويلي دي چي اسرائيل غواړي امريکا د ايران په وړاندي پوځي اقداماتو ته و هڅوي.
پيتروشف چي يو وخت د روسيې د استخباراتي سازمانKGB مشر هم وو، وايي چي که پر ايران پوځي بريد وشي نو دغه هيواد به د هرمز سمندري تنګۍ وتړي.
له دې لاري د نړۍ ۳۵سلنه نفت صادريزي. د ايران د اټومي پروګرام په اړه شخړي په نړۍ کي د نفتو د صادراتو او يوې نوي جګړې په اړه انديښنې را پورته کړي دي. ايران وايي چي اټومي پروګرام ئې سوله ييز دئ خو غربي هيوادونه وايي چي ايران د اټومي وسلو د جوړولو هڅي کوي.
اسرائيل چي فکر کوي د ايران له خوا د اټومي وسلو جوړول د دغه هيواد د نابودۍ معنا لري غواړي د متحده ايالاتو په ملاتړ او يا هم پرته له هغه د ايران پر اټومي تجهيزاتو بريدونه وکړي.
دا په داسي حال کي دي چي د KGB پخوانی مشر وايي چي تر اوسه هم داسي شواهد نسته چي وښيي ايران د اټومي وسلو د جوړولو په حال کي دئ:
«موږ دا خبره د څو کلونو راهيسي اورو چي ايران به په يوه اونۍ کي اټومي وسلسې جوړي کړي.»
پيتروشف وايي چي امريکا غواړي په هر قيمت چي وي د ايران حکومت را وپرځوي او پر ځای ئې خپل يو وفادار حکومت ځايناستی کړي.
روسيه چي په نړۍ کي د نفوتو يوه له لويو صادرونکو هيوادونو څخه ده د ايران په وړاندي د لا ډيرو تحريمونو مخالفت کوي او پر امريکا او غربي نړۍ ئې په دې اړه سختي نيوکي کړي دي.
د امریکا متحده ايالاتو ويلي دي چي که ايران د هرمز د سمندري تنګي د تړلو هڅه وکړي نو په وړاندي به ئې له زور څخه کار واخلي.
پيتروشف دغه راز ويلي دي چي که امريکايان يو ځل بيا اوباما د خپل ولسمشر په توګه وټاکي نو پوتين به ورسره د نزدې کار وکړي. د هغه په خبره اوباما د امريکا د راتلونکو ټاکنو د ګټلو چانس لري.
دا په داسي حال کي ده چي پوتين هم په نزدې راتلونکي کښي د روسيې ولسمشري پرغاړه اخلي.
ديپلوماټان وايي چي د پوتين له بيرته راتګ سره کيداي شي د اوباما هغه هلي ځلي چي غواړي له روسيې سره د امريکا اړيکي ښې کړي له ستونزو سره مخامخ کړي.
خو پيتروشف وايي چي پوتين به له اوباما سره ښه کار وکړي. د هغه په خبره که پوتين او اوباما د خپلو هيوادونو د مشرانو په توګه کار پيل کړي نو د نړۍ سياستونه به پر سمه خوا روان شي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل