پيترسبيرگ - د تاريخ غر
د آلمان بن ښار ته څېرمه پروت پيرسبيرگ هوټل د گڼو تاريخي پېښو شاهد دی. د طالبانو د نظام تر ړنگيدو وروسته د افغانستان د نوي حکومت بنسټ هم هلته ايښوول شوی وو. په دې انځوريز رپوټ کې د دې ځای پر تېر سل کلن تاريخ نظر اچووو.
د ۴۰ ميليونه يورو بيارغونه
بن ته د څېرمه پراته دي هوټل بيارغونې دوه کاله دوام وکړ. کابو۴۰ ميليونه يورو د دې «گراند هوټل» پر ترميم او بيارغونې مصرف شوي دي. دا هوټل د آلمان د دولت دی او د ميلمستون په توگه یې کاروي.
د سيمې ښکلا
هغه پېښې چې په دې تېرو څو کلونو کې دلته رامنڅته شوي، غیر عادي دي. د دې هوټل موقعيت هم استثنايي دی. دا هوټل د «زيبن گيبرگه» يا د «اوو غرونو» په سلسله کې د «کيونکس ونتر» په کوچني ښار کې پروت دی. د ورځې چې هوا پاکه وي، له دې ځایه سړی آن د کلن مشهوره «دوم کليسا» چې ۲۳ کيلومتره لېرې پرته ده، ليدلی شي.
له کوټې څخه ښکلې منظره
مېلمانه، سياستوال او مشهور شخصيتونه د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د سپتمبر ۲۳) د دې هوټل د بيرته پرانيستو له پاره رابلل شوي ول. کله چې د آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس وينا کوله، مېلمنو د دې ځای له منظرو خوند اخيست. د دې هوټل پرانيستنه د حکومت له پاره د خوښی ځای دی، ځکه تر دې وروسته به وکولی شي دلته کنفرانسونه او نورې برنامې په يوه نوې فضا کې جوړي کړي.
د پيترسبيرگ ماضي ته کتنه
په ۱۹۰۰م کال کې پيترسبيرگ هوټل بيخي بل ډول وو. دا هوټل په ۱۸۸۸م کال کې جوړ شوی او په ۱۸۹۲م کال کې پرانيستل شوی او په ۱۹۱۱م کال کې د نه چليدو له کبله د اجباري بولۍ سره مخامخ شوی وو. د کلن د عطرو د يوه شرکت مشر فرديناند مولنس د دې هوټل نوی مالک شو او له سره يې جوړ کړ. په ۱۹۱۴م کال کې دا هوټل له سره پرانیستل شو خو مالک یې مجبور شو څو مياشتې وروسته یې وتړي. وروسته بيا لومړۍ نړيواله جگړه پېل شوه.
د هتلر او چمبرلين ليده کاته
شپږ کاله دا هوټل تړلی وو، بيا په څو ځلي ورغول شو او پراخ کړای شو. په لومړي ځل د نازيانو په وخت کې دې هوټل د نړيوالو توجو جلب کړه. په ۱۹۳۸م کال کې کله چې د بريتانيا لومړي وزير نويل چمبرلين له هتلر سره مذاکرات کول، نوموړې په همدې هوتل کې ديره وو. هتلر د راين د سيند بلې غاړې ته په «راين دريسدن هوټل» کې اوسيد.
د آدناور هرکلی
د دويمې نړیوالې جگړې پر وخت هم دا هوټل تړلی وو. وروسته بيا دا هوټل مصادره شو او د دريو لویديځو متحدو بريتانيا، فرانسې او امريکا متحدو ايالاتو د عالي کميسارانو مقر شو. په ۱۹۴۹م کال کې متحدينو له کونراد آدناور څخه د آلمان د ټاکل شوي لومړي وزير په توگه هرکلی وکړ. په دې ځای کې د پيترسبيرگ تړون لاسليک شو چې آلمان ته یې لا زياته خپلواکي ورکړه.
د آدناور پر نفس باور
د آدناور او دريو کميسارانو ملاقات نه يوازې د آلمان له پاره د مهم تړون له کبله بلکې له دې کبله هم چې آدناور له پروتوکول څخه سرغړونه وکړه، د خلکو د پام وړ وگرځيد. درې کميساران پر سره غالۍ د آدناور د هرکلي له پاره ولاړ ول. په پام کې وه چې د آلمان پلاوی هغوی ته مخامخ ودريږي. خو آدناور په ډېر اعتماد سره د کميسارانو ترڅنگ پر سره غالۍ ورديد.
هیله ده چې ملکې ترې خوند اخيستی وي
د کميسارانو تر وتلو وروسته په ۱۹۵۲م کال کې دا هوټل بيرته پرانيستل شو. د آلمان حکومت چې هغه وخت یې پلازمينه د بن ښار وو، دا هوټل د دولتي ميلمنو له پاره کرای کاوه. لومړۍ مېلمنه د ايتوپيا وروستۍ امپراطوره هايلي سلاسي وه. بيا وروسته په ۱۹۶۵م کال کې د بريتانيا ملکه الیزابت د آلمان د لومړي سفر په ترڅ کې دلته اوسيدله.
د بريژنف ټکر
دا چې هوټل گټه نه کوله، په ۱۹۶۹م کال کې بيرته وتړل شو. خو بيا په ۱۹۷۳م کال کې د پخواني شوروي اتحاد د جمهور رئيس ليونيد بريژنف آلمان ته د سفر پر وخت په ځانگړي توگه د هغه له پاره پرانيستل شو. بريژنف ته د آلمان د حکومت له خوا يو مرسديس موټر ورکړل شوی وو. هغه خپله دا موټر د بيترسبيرگ په لاره چلاوه چې له يوې ونې سره ټکر شو خو نوموړي ته زيان ونه رسيد.
لوړ پوړي مېلمانه
په ۱۹۹۰م کال کې هم د لوړ پوړو مېلمنو لکه د جاپان امپراطور، د جنوبي افريقا ولسمشر نيلسن منديلا او د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر بل کلنتن د راتللو لړۍ روانه وه.
د افغانستان کنفرانس
دلته نړيوال کنفرانسونه هم ترسره شوي لکه په ۲۰۰۱م کال کې د افغانستان کنفرانس. په دې کنفرانس کې د طالبانو د رژيم تر سقوط وورسته د افغانستان د نوي حکومت او د دغه هيواد د بيارغونې موضوع مطرح وه. په ۲۰۰۲ او ۲۰۱۱م کلونو کې هم دلته د افغانستان په اړه کنفرانسونه ترسره شول.
په پيترسبيرگ کې د «پيترسبورگ ديالوگ»
سږ کال په لومړي ځل د «پيترسبورگ ديالوگ» غونډه په پيترسبيرگ کې ترسره شوه. په انڅور کې د آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس (کيڼ) او د روسیې د بهرنيو چارو وزير سرگې لاوروف (ښی) ښکاري چې په جولای مياشت کې یې دلته سره ليدلي ول.