«پوځي ماموريت بايد تر بشپړېدو دوام وکړي»
۱۳۹۱ مهر ۱۶, یکشنبهپه ناټو کي د روسيې استازی نيکولای کورچونوف وايي، چي په افغانستان کي د ناټو ځواکونو عمليات ډير مهم دي او د دغو عملياتو نتيجه به د دغه تړون پر راتلونکي او نړيوالو اړيکو باندي ډيري اغېزې ولري.
«موږ به، تر نورو ډير، له دغه هيواد څخه په سيمه کي د خطرونو د راپيدا کيدو له نقطي نظره په افغانستان کي د عملياتو څارنه کوو.»
د روسيې دغه ديپلومات ويلي دي، چي د رواني مياشتي پر ۹ او ۱۰ نېټه باندي د ناټو د وزيرانو په غونډه کي بايد د افغانستان وضعيت د اجندا مهم ټکی وي.
هغه زياته کړه:«اوس په افغانستان کي له بهرنیو ځواکونو څخه د دغه هيواد امنیتي ځواک ته د امنيتي مسئوليتونو د سپارلو لړۍ روانه ده. دا ډير مهم پړاو دئ. په دې کي بايد تيروتنه و نه سي.»
کورچونوف وويل، چي په افغانستان کي ډيري داسي سیمي سته چي د هغه امنيتي مسئوليت بايد اوس ونه سپارل سي:
«په ډيرو ولايتونو او ولسواليو کي د جنايي جرمنو او غير قانوني نشه يي موادو په خاطر بايد د دغه سيمو د ساتلو په هدف امنيتي مسئوليت افغانانو ته و نه سپارل سي.»
د هغه په خبره تر هغه وخته چي افغان امنیتي ځواک د دې جوگه نه وي چي د خپل هيواد امنيت په خپله وساتي، زموږ په نظر له دغه هيواد څخه به د پوځونو د ايستلو د مصنوعي ضرب الاجل ټاکل،ښه کار نه وي.
ديپلومات وايي چي د ملگرو ملتونو د امنيت شورا په چوکاټ کي ماموريت بايد په بشپړه توگه تر سره سي. هغه زياته کړه، چي روسيه په افغانستان کي د ناټو ځواکونو د ماموريت د کاميابۍ په هيله ده.
د دې پوښتني په جواب کی چي، ايا له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره به په دغه هيواد کي هرڅه له خاورو سره خاوري نه سي؟ نيکولای کورچونوف وويل:«په څرگنده توگه دغه خطر سته.»
هغه د بريتانيا د بهرنيو چارو د پخواني وزير ديويد ميليبند هغه خبري ته اشاره وکړه چي ويلي ئې ول „ که له افغانستان څخه د ايساف ځواکونه و ايستل سي، دولت ته د طالبانو راتگ ورځي نه، بلکي د څو ساعتو پوښتنه ده“
هغه زياته کړه: «موږ په دې باور لرو، چي په افغانستان کي وضعيت په دغه ډول خراب نه دئ. هغه وخت چي د شوروي اتحاد ځواکونه له افغانستانه ووتل، د نجيب الله حکومت درې کاله نور دوام وکړ.»
انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض