1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پومپيو او عمران خان ـ د «غلطو اعلاميو» متقابل تورونه

۱۳۹۷ شهریور ۲, جمعه

د پاکستان د لومړي وزير عمران خان او د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزير تر منځ تليفوني خبرې شخړيزي سوي دي. پاکستان پر متحده ايالاتو د «غلطې» اعلاميې خپرولو تور لګولی دی.

https://p.dw.com/p/33fbJ
Flagge Pakistan und USA
انځور: Getty Images/AFP/M. Ralston

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د پاکستان نوي لومړي وزير عمران خان ته تليفون کړی ؤ. خو د دغو دوو سياستوالو تر منځ د تليفوني خبرو په تړاو د خپرو سوو اعلاميو پر سر شخړيزه ادعاوي راپورته سوي دي.

واشنګټن د دغه تليفوني مکالمې په هکله په خپله اعلاميه کي ويلي چي په دغو خبرو کي: «د دې خبري پر اهميت ټينګار وسو چي پاکستان د ټولو هغو ترهګرو پر ضد قاطع اقدام وکړي» چي په پاکستان کي موجود دي.

خو اسلام آباد بيا په خپل وار د دغه تليفوني مکالمې په تړاو بل نظر خپور کړی دی. په دې ترڅ کي د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د امريکا متحده ايالاتو له خوا ياده خپره سوې اعلاميه «د حقايقو له مخي غلطه» بللې ده. اسلام آباد په خپله اعلاميه کي پر واشنګټن ږغ کړی دی چي خپله اعلاميه اصلاح کړي.

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزارت وياندې هيتر ناورت دغه تليفوني مکالمه «ښه» بللې او زياته کړې يې ده چي د امريکا متحده ايالاتو له خوا د دغو تليفوني خبرو اترو په تړاو خپره سوې اعلاميه درسته ده. دغې وياندي ويلي دي چي پومپيو عمران خان ته د دوه اړخيزو او ګټورو اړيکو له پاره چمتو والی څرګند کړی دی.
 

د امريکا متحده ايالات پر پاکستان د هغو وسله والو د ساتلو تور لګوي چي په افغانستان کي بريدونه تر سره کوي. پاکستان دغه تورونه ردوي.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور: