پولیس: د میرکل د دفتر دروازه په موټر وهل شوې
۱۳۹۹ آذر ۵, چهارشنبهد چهارشنبې په سهار (د ۲۰۲۰م کال د نومبر میاشتې په ۲۵مه نیټه) د برلین پولیسو وویل چې د میرکل د دفتر د ودانۍ له بیروني دروازې سره یو موټر جنګیدلی او مالي زیان یې هم اړولی دی. د میرکل ویاند هارتموت پایت وویل چې پولیس د پیښې سیمې ته را رسیدلي او د پیښې پلټنه یې پیل کړې ده.
تر اوسه پورې د پیښې له کبله د ځاني زیان په هکله معلومات نه شته او پولیسو هم تر اوسه پورې د یادې پیښې په تړاو د نیول شویو کسانو په هکله جزئیات نه دي ورکړي. د ژغورنې ډلې ویلي چې د موټر چلوونکی اوس په امبولانس کې تر درملنې لاندې دی.
په دې پیښه کې یو فولکس واګون موټر د میرکل د دفتر له دروازې سره جنګیدلی دی. پر موټر باندې په سپین رنګ لیکل شوي «تاسې د ماشومانو او زړو کسانو قاتلین او د موټر په بل لوري لیکل شوي د نړیوال کیدو سیاست نور ودروي.»
تر اوسه پورې د پیښې د انګیزې په هکله هم جزئیات نه شته. دغه پیښه داسې مهال کیږي چې ټاکل شوې وه نن میرکل د کرونا وبا له کبله د محدودیتونو د وضع کولو په هکله د آلمان د ایالتونو له لومړي وزیرانو سره ملاقات ولري.