پولیسو په کندز کي د «تابلیتکه» د تولید یوه فابریکه کشف کړه
۱۳۹۹ مهر ۱۱, جمعهد کندز پولیسو د »تابلیتکه« د تولیدولو یوه فابریکه کشف کړې ده. د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي دویچه ویلي ته وویل چي دغه فابریکه د کندز ښار په شاوخواکي کشف سوې ده. هغه زیاته کړه: »پولیسو د استوگني په یوه کور کي د تابليتکه په نوم څه د پاسه ۲۰۰ تابلیتونه، اوه گرامه شیشه او د ماین ضد درې داني دستگاوي موندلي دي.
د کندز د ولایتي شورا غړي غلام رباني رباني هم ویلي دي چي تیره ورځ پولیسو د کندز ښار په دریمه ناحیه کي ۲۰۴ دانې تابليتکه، شیشه او ځیني نور مواد چي د دغه نشه يي موادو په جوړولو کي ورڅخه کار اخیستل کیږي، کشف کړي دي. د هغه په خبره، د کندز پولیسو درې تنه د نوموړي موضوع په تړاو نیولي هم دي.
د تابليتکه په نامه دغه نشه یې ماده یوه رواني ماده ده چي د هغې کیمیاوي ترکیبات په دقیق ډول معلوم نه دي. د ملگرو ملتونو سازمان د مخدره موادو او جرایمو سره د مبارزې ادارې مخکي ویلي ول چي دغه ماده ښايي له امفي تامین، اکستازي او نورو کیمیاوي موادو څخه جوړه سوې وي.
په دا وروستیو کي دغو نشه يي موادو ته د ځوانانو ممکنه لاس رسئ، د افغانستان په ځینو ښارونو کي اندیښنې راپارولي دي. له دغو موادو څخه په وار وار استفاده، ښايي یو کس معتاد کړي.
د رپوټونو له مخي نوموړې ماده د افغانستان د مخدره موادو په غیرقانوني بازارونو کي په پراخه پیمانه پیدا کیږي.
د کندز د ولایتي شورا غړی رباني وايي چي دا اول وار نه دی چي د کندز ښار په دننه کي الکهولي مشروبات او نشه يي تابلیتونه کشف کیږي. هغه وايي چي زیاتره ځوانان د تابليتکه په نوم نشه په محفلونو او بانډارونو کي استفاده کوي.
د کندز د والي ویاند وايي چي دا اول وار دی چي د تابليتکه په نامه نشه يي تابلیتونو یوه فابریکه کشف سوې ده.