1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

پوليس: د ننگرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو رئيس وژل شوی

۱۳۹۸ شهریور ۵, سه‌شنبه

په جلال اباد کې د چاودنې له امله د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس وژل شوی. ويل شوي دي چې د هغه په موټر پروي چسپکي بم نښول شوی وو.

https://p.dw.com/p/3OZHC
Parlamentswahl Nangarhar Provinz
انځور: DW/O. Didar

د سه شنبې په ورځ مازیګر شاوخوا څلور نیمې بجې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د یوې چاودنې له امله د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس پوهاند مسعود نیکبخت وژل شوی، زوی یې او دوه نور استادان ژوبل دي.

د ننګرهار د پولیسو ویاند مبارز اتل ويلي دي چې پېښه د جلال اباد ښار په اومه ناحيه کې شوې ده. ویل شوي دي چې نښلېدونکی ماین د استاد نیکبخت په کرولا ډوله موټر پسې نښلول شوی وو.

مبارز اتل وويل چې په دغه پېښه کې د استاد نیکبخت زوی او د هندي څانګې استاد او دوه نور استادان ژوبل دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د پوهاند نیکبخت پر موټر هغه مهال نښلېدونکي ماین چاودنه کړې، چې له پوهنتونه د کور پر لور روان وو.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند ظاهر عادل وايي، له دغې پېښې د جلال اباد حوزوي روغتون ته د پوهاند نیکبخت جسد او درې ټپيان ور وړل شوي دي، چې د ټپیانو روغتیايي حالت ښه دی.

تر اوسه د دې پېښې مسئولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلي.

پوهاند مسعود نیکبخت کلونه د ننګرهار پوهنتون د عربي څانګې استاد وو او په وروستیو کلونو کې بیا د ژبو او ادبیاتو پوهنځي مسئولیت ور تر غاړه وو.

هغه د پخواني جهادي شخصیت مولوي محمد یونس خالص وراره وو.

اميد ديدار