1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پولند له سويلي کوریا څخه جنګي جیت الوتکې او ټانکونه اخلي

۱۴۰۱ تیر ۳۱, جمعه

د پولند دفاع وزیر، ماریوش بلاشاک، د جمعې په ورځ د جولای ۲۲مه وويل چې هیواد به ېې له جنوبي کوریا څخه ایف اې-۵۰ ډوله ۴۸ جنګي جیت الوتکې، ۱۸۰ کې۲بلک پنتهر ټانکونه او توپونه واخلي.

https://p.dw.com/p/4EW28
Russland Moskau Sukhoi Su-34 Kampfjet Sukhoi T-50 PAK FA Demonstrationsflug
انځور: picture-alliance/dpa/S.Bobylev

پولند په اوکراین کې د روسېې جګړې له کبله د خپل پوځ تقويه کوي.

د رويټرز په حواله، بلاشاک پولندۍ اوونيزې (Sieci) سره په يوه مرکه کې ويلی دي چې «سږکال به د لومړني فرمایش له مخې، لومړنی واحد انتقال کړل شي چې په مجموع کې به ۱۸۰ کې۲ بليک پنټهر ماډل تانکونه وي.» هغه زیاته کړې چې دغه ټانکونه به په نهایت کې په پولند کې تولیدیږي.

نوموړي همدارنګه وويل چې پولند به له جنوبي کوریا څخه توپونه او ایف اې-۵۰ ډوله جنګي جیت الوتکې هم واخلي.

د پولند دفاع وزیر زیاته کړه: «موږ علاقمند يو چې د الوتکو درې ډلې واخلو چې ۴۸ الوتکې کيږي. لومړنۍ الوتکې به راتلونکی کال پولند ته رانتقال شي.»

روسېې د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین پوځي یرغل وکړ چې مسکو ورته د «ځانګړي عملیات» نوم ورکوي. د روسېې دغه اقدام د پولند له پاره چې د ناټو غړی هیواد دی امنیتي اندیښنې راپارولي دي، له همدې کبله دغه هیواد ويلي دي چې د خپل پوځ وړتیا به څه باندې دوه برابره لوړه کړي.

کې۲ بلیک پنټهر ټانکونه د هیوندای روتم او ایف اې-۵۰ جنګي جیت، د کوریا ایروسپیس (KAI)شرکت له خوا جوړيږي.