پوتين په آلمان کې دی
۱۳۸۶ مهر ۲۳, دوشنبهاعلان
د خبرو د موضوعاتو په لړ کې د امريکې د توغنديو دفاعي سيستم په ختيځه اروپا کې، د کوسوو وضع او د ايران اتومي لانجه هم راځي. مېرکل او پوتين همداراز هوډ کړی چې »د پېترسبېرگ ديالوگ« په نامه خبرو اترو کې هم برخه واخلي. د آلمان په ويسبادن ښار کې روانې خبرې اترې د شنبې راهيسې دوام لري چې مشري يې د پخواني شوروي اتحاد د ولسمشر ميخايل گوربچوف او د شرقي آلمان د پخواني دموکراتيک جمهوريت د وروستي ولسمشر لوتار د مېزير په غاړه ده. ښاغلی پوتين ښايي تر خبرو وروسته تهران ته پرواز وکړي.