په یوګندا کې د ایبولا نوې پېښي رامنځ ته شوي دي
۱۳۹۱ مرداد ۱۱, چهارشنبهاعلان
د افریقا په ختیځ هیواد یوګندا کې درې نور وگړي د «ایبولا» په نامه خطرناکي ناروغۍ باندې اخته سوي دي. په کمپالا کې د یوگندا د روغتیا وزارت خبر ورکړی دئ چې ۱۵ تنه نور ناروغان د کیبالا د ولایت په یوه روغتون کی ساتل کیږي.
دغه ناروغۍ درې اونۍ پخوا د دغه هیواد په لویدیځه برخه کې راپیدا سوه. تر اوسه پورې د دغې ناروغۍ له امله ۱۴ کسان وژل شوي دي. د روغتیا د نړیوال سازمان تر څنګه، د یوګندا سور صلیب او همدارنګه د بې سرحده ډاکټرانو په نامه سازمان کارپوهان هم په دغه هیواد کې په فعالیت اخته دي.
د ایبولا تبه ډیر ژر نورو انسانانو ته انتقالیږي. تر اوسه پورې د هغې په مقابل کې کوم واکسین او یا هم کوم درمل نه دئ پیدا شوی. دغه ناروغۍ له ۵۰ څخه تر ۹۰ فیصده پوری د یوه انسان د وژلو سبب ګرځي.