په یونان کې د مهاجرو یو غېر عادي کمپ
سوریايي مهاجرو د یونان په پلپونز سیمې کې د مهاجرو د یو کمپ له کورنو څخه ځانته یو عجیبه کور پیدا کړی. میرتو پاپادوپولو دغې سیمې ته ورغلی او ورڅخه یې لیدنه کړې ده.
له لاسه ورکړې اړیکې
یو تنکی مهاجر ځوان، د کمپ څخه بهر په خپل موبایل کې انټرنیټ کې بوخت دی. د کمپ دغې سیمې کې تل مهاجر سره راټولیږي چې د یو مرکز حیثیت یې ځان ته غوره کړی دی. دغه کمپ د امالیدا په نوم د سره صلیب ادارې یوه څانګې لخوا اداره کیږي. سمارت موبایلونه د مهاجرو لپاره د ارتباط یواځنې وسیله ده.
اساسي اماکانات
د (ایل ایم) کلي په یو ساده کور کې اته کسان ژوند کوي. دغه کور د ناستې دوه وړې خونې لري چې هره خونه یې خپل تشناب او یو کوچنی پخلنځای لري. پخلنځایونو کې اوجاغونه او دست شويونه شته خو ګرمې اوبه او یخچال نلري. دا یوه ییلاقي سیمه ده.
د عکس اخیستو ته چمتوالی
۲۷ کلنه راني موسي، د خپل اته میاشتني ماشوم سره عکس اخیستو ته ځان چمتو کوي. د راني ماشوم په سوریه کې زیږیدلی، راني او خاوند یې د ماشوم له زیږیدو وروسته لمړی ترکیې او بیا یونان ته مهاجر شوي دي.
د آرامښت شیبې
له کمپ څخه راوتلې د مهاجرو ښځو او ماشومانو یوه ډله د (ایل ایم) کلي نه بهر پر یو سړک د قدم وهلو پرمهال. میرسیني یوه آرامه او کم نفوسه سیمه ده چې د اوړي موسم څخه د مخه، په جون میاشت کې ورته سیلانیان هم ورځي.
د راتلونکي سفر لپاره خبرې
یوه ډله نارینه د (ایل ایم) کلي څخه بهر، د لمر پریوتو پر وخت د سمندر پر غاړه خبرې کوي. د (ایل ایم) کلي د مهاجرو په کمپ کې نژدې ۶۰ تنه نارینه د خپلو میرمنو او ماشومانو سره ژوند کوي.
د کورونو مخې ته ناستې
یوه ډله مهاجرې ښځې او ماشومان، ماښام مهال د (ایل ایم) کلي د یوه کور مخته د کور د ګروپ رڼا ته راټول شوي دي. په (ایل ایم) کمپ کې ۳۴۰ تنه مهاجر ژوند کوي، چې له ډلې څخه یې ۶۹ تنه ښځې او ۲۰۹ تنه ماشومان دي.
کورنی ژوند
دغه سوریايي مهاجره میرمن چې غیږ کې یې خپل شپږ میاشتنی ماشوم دی اوس د (ایل ایم) توریستي کلي په دغه ییلاقي کور کې ژوند کوي. د (ایل ایم) کلي په کمپ کې میشتې یو شمیر ښځې واړه ماشومان لري او یو شمیر نورې یې حامله دي.
د شخصي اقتصاد د ګټې په سوچ کې
طارق د خپلو دوو زامنو، ۱۱ کلن ویداد او ۷ کلن زیاد سره د میرسیني کلي یو وړ سوپر مارکيټ ته راغلي. دغه مارکیټ له کمپ څخه شل کیلومتره لرې موقعیت لري. اکثره مهاجر خپل د اړتیا وړ شیانو اخستلو لپاره له (ایل ایم) نه میرسیني ته راځي تر څو یې په مناسب قیمت سودا اخیستلو سره، خپل اقتصاد ته ګټه رسولي وي.
یوه آشنا څیره
دا د اندرویدا ښار ښاروال، نبیل یوسف مورانت دی. نوموړی په اصل کې سوريايي دی. یوسف وايي چې دی لمړنی غیر یوناني وکړی دی، چې دلته د ښاروال په توګه ټاکل شوی دی. هغه وايي کله یې چې سیمیزې شورا ته د مهاجرو د کمپ جوړولو وړاندیز وکړ نو د شورا اکثریتو غړو یې د خبرې ملاتړ وکړ.
د ستراوبیری یا ځمکني توتو فارم
یو بنګله دیشی بزګر له (ایل ایم) کمپ څخه لږ لري د ستراوبیری میوې په یوه فارم کې په کار لګیا دی. د دغې سیمې په فارمونو کې اکثره له سویلي اسیا هیوادونو څخه راغلي هغه مهاجر چې اسناد نلري کار کوي. دوی د اتو ساعتونو کار په بدل کې له ۲۲ نه تر ۲۵ پورې یورو ترلاسه کوي.
د سیمې اوسیدونکي او مرستې
د میرسیني ښار اوسیدونکی جورجیس اګیلوپولوس (پر موټر سیکل سپور) له ګڼ شمیر مهاجرو سره په داوطلبانه توګه مرستې کړي دي. نوموړی د مهاجرو کمپ ته نژدې کور لري. هغه وايي، لمړي سر کې د سیمې اوسیدونکو د مهاجرو کمپ د جوړیدو سره مخالفت کاوه، خو کله یې چې ولیدل په مهاجرو کې اکثریت یې کورنۍ دي مخالفتونه یې په ښکاره توګه ختم شول.