په یونان کي مهاجر د مرستو په تمه دي
پر سختي يخي هوا سربیره په یونان کي په زرونو مهاجر اوس هم په داسي خیمو او کانتینرو کي ژوند کوي چي بخارۍ نه لري. په تیره بیا په لیسبوس ټاپو کي حالت د زغملو نه دی.
سخته یخني او ټکان ورکوونکی حالت
د یونان په زیاترو برخو کي سخته يخه هوا خپره ده. د دغه هیواد په ځینو برخو کي بېړنی حالت اعلان سوی. په ختیځه برخه کي پروت د ریتسونا په نامه مهاجرکمپ کي د حرارت درجه له څو ورځو راهیسي له صفر څخه پورته سوې نه ده. مهاجر او له هغوی سره کوچنیان د بیړیو په مؤقتي کانتینرونو کي شپې او ورځي تیروي.
په لیسبوس کي اضطراري حالت
په تیره بیا په لیسبوس ټاپو کي حالت د زغملو نه دی. په دغه ځای کي د ۶۰۰۰ په شاوخوا کي مهاجر اوسیږي چي زیاتره یې سوریایان دي. دلته له څو ورځو راهیسي پرله پسې واوره اوري چي له امله یې خیمې هم چپه کیږي، مځکه ټوله یخی ده.
اړو کسانو ته مرستې نه رسیږي
مرستندویه ټولني نور نه سي کولای د هغوی غم وخوري. د «نړۍ د ډاکټرانو» په نامه مرستندویه سازمان په حواله زیاتره مهاجر ناروغه دي او یوازي د سږي د ناروغۍ په تیرو دوو میاشتو کي دوه برابره سوې ده.
له دولت څخه د مرستو غوښتنه
د بشري مرستو سازمانونو او اروپايي ټولني د دغو کمپونو پر حالت سخت انتقادونه کړي او د یونان له حکومته یې د هغوی د غم خوړلو غوښتنه کړې. د بې سرحده ډاکټرانو سازمان په حواله، په لیسبوس کي د ماریا په نامه کمپ کي د ۲۵۰۰ په شاوخوا کي انسانان چي پکښي ښځي، کوچنیان او معیوبه کسان شامل دي، پرته له مرکزگرمیو او تودو اوبو څخه ژوند کوي.
د مرستو د لیږلو اعلان
د چارشنبه په ورځ آتن اعلان وکړ چي د کډوالو د ځای پر ځای کولو له پاره لیسبوس ته د سمندري پوځ یوه بیړۍ واستول سي. په دې ډول به څه د پاسه ۵۰۰ انسانانو ته پکښي ځای ورکول سي. سربیره پردې هغوی ته تاوده کمپلونه هم پرلاره دي. په مجموعی توگه یونان ته د ۶۰زرو په شاوخوا کي مهاجر رسېدلي دي.
د هوا د ښه کیدو په هیله
د چهارشنبه په سهار د جنوبي برخې څخه بادونه راروان وه او ښايي ددې نښه وي چی هوا مخ پر ښه کیدو ده. داسي ښکاري چي د تودوخی درجه د لسو درجو څخه هم پورته سي. خو له بلي خوا ددې خطر سته چي د واورو د ویلي کیدو په نتیجه کي خیمې اوبه یوسي او مځکه هم ډیره لنده سي. په دې ډول د دغه ناورین پای نه ترسترگو کیږي.