په یونان کي به نوی پارلمان وټاکل شي
۱۳۹۱ فروردین ۲۴, پنجشنبهاعلان
د مالي بحران له کبله په سخت اغېزمن شوي هیواد یونان کي به د روان کال د می د میاشتي پر ۶ نېټه نوی پارلمان وټاکل شي. مؤقتي لومړي وزیر لوکا پپادیموس وویل، چي د اړیونو اصلاحاتو د رامنځته کولو په موخه یوه داسي حکومت ته اړتیا ده چي د ولس له خوا ورته صلاحیت ورکړل شوی وي.
نوموړی لومړی وزیر چي په هیڅ کوم ګوند پوري تړاو نه لري، ولسمشر کارولوس پاپولیاس ته خپله استعفاء وړاندي کړه. ولسمشر د پارلمان د منحلولو په موخه یو فرمان لاس لیک کړ.