1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په ګردیز کې ځانمرګي برید ۲۵ کسان وژلي دي

۱۳۹۷ مرداد ۱۲, جمعه

د پولیسو په وینا په ګردیز کې د جمعې په ورځ د شیعه گانو پر یوه مسجد باندي په ځانمرګي برید ۲۵ کسان وژل شوي او ۵۶ کسان نور ټپيان شوي دي.

https://p.dw.com/p/32aBF
Afghanistan Anschlag auf Polizei in Gardes
انځور: Reuters

د برید مسئولیت لا تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستي، خو د پولیسو په وینا دوه کسان په ګردیز کې یوه مسجد ته ننوتي چې شا او خوا ۶۰ کسانو پکښې لمونځ کاوه. برید د خواجه حسن په مرکز کې شوی دی.

رویټرز خبري آژانس د یوه جګپوړي حکومتي چارواکي عبدالله حضرت، له قوله لیکلي دي: «ژغورنکې ډلې د مسجد له شا او خوا سیمې څخه د ۲۵ کسانو جسدونه راټول کړي او ۴۰ کسان روغتون ته لیږدول شوي دي.»

خو د مرګ ژوبلې د ارقامو په هکله ضد او نقیض معلومات ورکول کیږي. ځیني خبري آژانسونه د وژل شوو کسانو شمیر۲۰ او د ټپیانو دا ۵۶ تنه ښيي.

یوه عیني شاهد رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې شیعه مسلمانان د لمانځه په حال کې ول چې یوه ځانمرګي برید کوونکي خپلو چاودیدونکو توکو ته انفجار ورکړ. ویل کیږي چې تر هغه وروسته دوهم کس پر عباد کوونکو باندې فیرونه کړي دي.

د دغه بريد مسئوليت تر اوسه پوري کومي ډلي پر غاړه اخيستی نه دی. په افغانستان کي د ډيرو ځانمرگو بريدونو مسئوليت وسله وال طالبان او داعش پر غاړه اخلي. خو پر شيعه مسلمانانو باندي د ډيرو بريدونو مسئوليت بيا اکثراً داعش پر غاړه واخلي.