په کینیا کي د اوباما د کورنۍ او ټبر انځورونه
کینیا ته د امریکا د ولسمشر سفر یوازي دغه هیواد ته د یوه امریکایې ولسمشر رسمي سفر نه، بلکي د هغه خور، ورور او نور خپلوان ژوند کوي.
په کینیا کې د بارک اوباما ناسکه خور آاوما اوباما، هم د کینیا له ولسمشر اوهورا کینیاتا سره یوځای د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر هرکلي ته ورغلې وه.
اوباما د ۱۹۶۱م کال د اگست میاشتي پر ۴ نیټه د امریکا متحدو ایالاتو په هاوايي ایالت کې زیږدلی. هغه د یوه تورپوستي کینیایې مهاجر او د کانزاس ایالت د یوه سپین پوستي ښځي زوی دی.
آ اوما او بارک اوباما یو بل ته ډیر گران دي، دا ځکه چې آ اوما له خپلي مور سره تر څو کاله ژوند کولو وروسته امریکا ته ولاړه او د خپل پلار، ميرې او بارک اوباما سره یې یوځای ژوند پیل کړ. آ اوما په آلمان کې د ژبو او ادبیاتو او ټولنپوهني په څانگه کې لوړي زده کړي وکړې او (په آلمان او کینیا کې د کارکولو د کلتور پرتله کول) یې د خپلې دکتورا موضوع وټاکله.
د اوباما پلار چې یو دولتي مامور وو او په ۱۹۸۲م کال کې مړ شو، درې واره یې واده کړی وو. هغه ۱۱ اولادونه درلودل:(ځوان بارک اوباما په کینیا کې د خپلي کورنۍ له یو شمیر غړو سره).
زایتوني اونیانگو، د اوباما یوه بله ناسکه خور وه چې د ۲۰۱۴م کال په اپریل میاشت کې مړه شوه.(د اوباما د خور د جنازی مراسم د هغې په ټاټوبي کې).
بارک اوباما په ۱۹۸۷م کال کې د خپلو دوستانو او خپلوانو د لیدلو له پاره کینیا ته سفر وکړ. په دغه انځور کې بارک اوباما د خپلي آنا سارا اوباما، سره د دوی په کلي کوگلو کې لیدل کیږي.
په دې انځور کې د بارک اوباما د تره زوی موسی اوباما، د خپل آکا (د اوباما د پلار) د قبر ترڅنگ د دوی په کلي کوگلو کې لیدل کیږي.
بارک اوباما د خپلي مور او خور ترڅنگ
د بارک اوباما وراره د اوباما کورنۍ د انځورونو په هکله توضیحات وړکوي.
که څه هم بارک اوباما د امریکا متحدو ایالاتو لومړۍ ولسمشر دی چې کینیا ته سفر کوي، خو هغه مخکې تر دې هم د سناتور په حیث افریقا ته سفر کړی وو.
مالک اوباما د بارک اوباما یو بل ناسکه ورور دی چې د ۲۰۱۳م کال په سیمه ییزو ټاکنو کې یې (د سیایا د گورنر نوماند)په توگه ماته خوړلې.
جرج حسین اویانگو اوباما، په کینیا کې د اوباما کورنۍ تر ټولو کشر ځوان دی چې ۲۶ کاله عمر لري.
د بارک اوباما ۹۴ کلنه آنا د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر د وروستي سفر په ترڅ کې د خپل لمسي خبري اوري.
د بارک اوباما خور، آنا او د کورنۍ نور غړي د امریکا له ولسمشر سره په هوټل کې ماښامنۍ خوري.
که څه هم لینډا اوموندي، د اوباما له کورنۍ سره کوم ارتباط نه لري، خو په کینیا کې د بارک اوباما د محبوبیت له امله هغې پر خپلي لور د ۲۰۰۹م کال د جنورۍ میاشتي په ۲۱ نیټه د میشل اوباما(د اوباما میرمني) نوم کښېښود.
دغه ماشومه چې په کینیا کې زیږدلې او د ۲۰۰۹ کال له جنورۍ میاشتي راهیسې میشل اوباما نومول شوې د اوباما له کورنۍ سره هیڅ ارتباط نه لري. بارک اوباما د۲۰۰۹ کال د جنوري میاشتې له ۲۰ نیټې څخه د امریکا متحدو ایالاتو د ۴۴ ولسمشر او د امریکا د لومړني افریقایې ډبره ولسمشر په توگه خپله دنده پيل کړه.