1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په کندهار کې ۲۲ روغتايي کارمندان په کرونا اخته شوي

۱۳۹۹ فروردین ۲۸, پنجشنبه

د کندهار ولایت روغتیايي چارواکي وايي چې په دې ولایت کې ۲۲ صحي کارکوونکي او ډاکټران په کرونا ویروس اخته شوي دي او زیاتوي چې یوازې ۱۶ تنه یې مسلکي ډاکټران دي. په هرات ولایت کې بیا د ډله ایزو قبرونو د جوړیدو چارې روانې دي.

https://p.dw.com/p/3aysR
Afghanistan Provinz Herat Coronavirus
انځور: DW/S. Tanha

 د کندهار ولایت ځايي چارواکو ویلي دي چې په دې ولایت کې د کرونا ویروس تر خپریدو وروسته، ۲۲ تنه صحي کارکوونکي پخپله په کرونا ویروس اخته شوي دي. د چارواکو په خبره په دې ډله کې یوازې ۱۶ تنه یې مسلکي ډاکټران دي او پاتې نور بیا صحي کارمندان دي.

 د کندهار ولایت د عامې روغتیا رئيس ډاکټر اشرف نادري، د دې خبر د پخلي ترڅنګ دویچه ویله ته په خبرو کې وویل چې په کرونا د اخته کسانو په ډله کې یوازې ۱۶ تنه یې ډاکټران دي چې د کرونا ویروس معاینات یې مثبت دي. نوموړي وویل: «په کندهار کې ۲۲ تنه صحي کارمندان په کرونا ویروس اخته شوي دي چې د معایناتو نتیجه یې مثبته وه او دا چې په دوی کې ۱۶ تنه یې ډاکټران دي.»

د کندهار ولایت د عامې روغتیا رئیس په خپلو خبرو کې همدا راز زیاته کړه چې په کرونا ویروس اخته شوي زیاتره کسان د کندهار ولایت د میروس روغتون کارمندان دي. په داسې حال کې چې شخصي روغتونونو او کلینیکونه د کرونا ویروس د تشخصي رسمي اجازه نه لري، د کندهار ولایت د عامې روغتیا مشر وايي چې یو شمیر شخصي روغتیايي مرکزونو د کرونا ویروس آزمویني کوي چې دغه کار هم د ویروس د خپریدو سبب ګرځي.

په هرات کې ترینګلی وضعیت

بل لوري ته په هرات ولایت کې محلي چارواکو د وضعیت د خرابوالي خبرداری ورکړی دی. د دغه ولایت چارواکو د نامعلومې مودې له پاره د ښار د تړلو موده غځولې ده.

د هرات ولایت نوي ګومارل شوي والي، سید عبدالوحید قتالي، د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د اپریل میاشتې په ۱۵مه نیټه) په یوه خبري کنفرانس کې خبرداری ورکړ چې په دې ولایت کې وضعیت عادي نه دی او دا چې د هرې ورځې په تیریدو سره وضعیت لا پسې خرابیږي. نوموړي همدا راز زیاته کړې چې ۴۵ ورځې وخت ته اړتیا ده ترڅو دا مشخصه شي چې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر څومره لوړیږي.

د هرات ولایت نوي ګومارل شوي والي د دې ولایت پر خلکو هم د کرونا ویروس د جدي نه نیولو له کبله نیوکه وکړه چې په خبره یې له همدې کبله د هرې ورځې په تیریدو سره د کرونا ویروس په مثبتو پیښو کې زیاتوالی راځي. نوموړي خبرداری ورکړ او ویې ویل چې «غواړم په واضح ټکو تاسو ته ووایم چې زه اوسمهال د هرات ولایت دښتې د قبرونو له پاره چمتو کوم، هیله لرم چې داسې ورځ رانشي خو ولې [کرونا] جدي نه نیسئ.»

Afghanistan Provinz Herat Coronavirus
انځور: DW/S. Tanha

د هرات ولایت دغه لوړپوړي چارواکي په خپلو خبرو کې همدا راز زیاته کړه چې سر له نن یعنې پنجشنبې ورځې څخه به په ښار کې د روغتیايي موټرو پرته هیڅ موټر د تګ راتګ اجازه ونه لري. دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال هرات ولایت د کرونا ویروس د مثبتو پیښو له اړخه په لومړي سر کې ځای لري او د هرې ورځې په تیریدو سره په دې ولایت کې د کرونا ویروس مثبتې پیښې د ډیریدو په حال کې دي.

ساینس د کرونا ویروس پر وړاندې