په کندهار کې ځانمرگي بريد د مدرسې ۱۱ ماشومان وژلي
۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۰, دوشنبهد کندهار د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسئول مطیع الله هلال په کندهار کي دويچه ويله ته وويل چي نن غرمه (دوشنبه ۲۰۱۸م کال د اپريل ۳۰) د دغه ولايت د دامان ولسوالۍ په ملا عبدالله کلي کي يوه ځانمرگي خپل د چاودېدونکو ډک موټر د رومانيايي ستيرو د گزمې له موټر سره ټکر او چولی دئ.
د هغه په خبره په دغه بريد کي چي يوې مدرسيې ته نژدې سوی دی د مدرسې ۱۱ زده کوونکي وژل سوي ۵ رومانيايي عسکر، ۲ افغان پوليس او ۹ ملکيان پکښې ټپيان سوي دي.
بله خوا بيا د کندهار د عامي روغتيا رئيس ډاکتر عبدالقيوم پخلا ويلي دي چي دوی ته هم ۳ مړي او ۸ ټپيان ور وړل سوي دي، چي ټول ملکيان دي. ويل کيږي چي په ټپيانو کي ښځي او ماشومان هم شامل دي، چي د پيښي پرمهال پر دغه لاره د تيرېدو په حال کي ول.
د پولیسو یوه ځایي ویاند ویلي دي چې کیدای شي دغه بريد وسله والو طالبانو کړی دي. خو خپله طالبانو يا کومي بلي وسله والي ډلي تر اوسه پوري لا د دې پيښي مسئوليت منلی نه دی.