په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې بهیر په انځورونو کې
په کندهار کې د جنرال رازق تر مرګ وروسته د ولسي جرګې ټاکنې د یوې اونۍ له پاره ځنډول شوې وې. د شنبې په ورځ د دې ولایت اوسیدونکي د ولسي جرګې له پاره خپلو د خوښې نوماندانو ته رایې ورکړې.
تیره اوونۍ له کندهار او غزني پرته د افغانستان په نورو ولایتونو کې پارلماني ټاکنې وشوې. که څه هم په ټاکنو کې د خلکو ګډون پراخ وو، خو د افغانستان په کچه په دې بهیر کې د جدي مدیریتي ستونزو رپوټونه ورکړل شوي وو.
په کندهار کې د جنرال رازق د مرګ له کبله په دې ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې د یوې اونۍ له پاره وځنډول شوې او نن د شنبې په ورځ د اکتوبر میاشتې په ۲۷ نیټه په دې ولایت کې پارلماني ټاکنې ترسره کیږي.
د کندهار امنیتي ادارو د ټاکنو د بهیر له پاره د شدیدو امنیتي تدابیرو خبر ورکړی او پر خلکو غږ کوي چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.
په کندهار کې د دویچه ویله خبریال محمد ابراهیم سپیڅلي، وویل چې په ټاکنو کې د ښخو د ګډون کچه هم لوړه ده.
د کندهار د والي وياند عزيز احمد عزيزي ويلي چې تر ټاکنو ۲۴ ساعته د مخه لويې لارې تړل شوې وې چې د چاودېدونکو موادو د احتمالي انتقال مخه ونيول شي.
ډیر شمیر کندهاریان د طالبانو پر ګواښونو سربیره هم له خپلو کورونو راوتي چې ولسي جرګې ته خپل نوماندان وټاکي.
که څه هم د افغانستان په پارلماني ټاکنو کې ډیر شمیر کسانو ګډون وکړ خو په دې بهیر کې له مدیریتي ستونزو سر ټکول شوی.