1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کې دريو پوليسو خپل همکاران وژلي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۳۰, سه‌شنبه

د افغان چارواکو په حواله د کندهار په معروف ولسوالۍ کې دريو نفوذي پوليسو پر خپلو ملگرو ډزې کړي چې په ترڅ کې یې پنځه پولیس وژل سوي او اته نور ټپيان دي. په زابل کې بيا د سړک د غاړې ماين اته ملکيان وژلي دي.

https://p.dw.com/p/3cSn8
Afghanistan Sicherheitskräfte in Kandahar
انځور: picture-alliance/Xinhua/S. Seiam

د کندهار په امنیه قومندانۍ کي مطبوعاتي مسؤل جمالناصر بارکزي نن، سه شنبه دویچه ویله ته وویل چې تیره شپه د معروف ولسوالۍ د اتغړي  په سیمه کي د ملي پولیسو په کنډک کي ۳ نفوذي پولیسو پر خپلو ملګرو د کلاشنکوف فايرونه کړي دي. د نوموړي په خبره په دې بريد کې ۵ پولیسو وژل سوی او ۸ ټپيان دي.

بارکزی وایي چې په کنډک کي د نورو پولیسو په جوابي برید کي ۲ نفوذي پولیس هم ځای پر ځای وژل سوي او ۱ تن يې له سیمي تښتېدلی دی. هغه زياته کړې چې پولیس د دغه تن د نيولو په لټه کې دی خو تر اوسه یې څوک نه دي نيولي.

يوې بلې امنيتي سرچينې بیا د نوم نه ښوولو په شرط رسنیو ته ویلي، چي په دغه برید کي د کنډک د قومندان منیراحمد نوروزي په ګډون ۲۰ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

وسله والو طالبانو د برید مسؤلیت منلی او په خپره کړې خبرپاڼه کي يې ادعا کړې، چي په دغه نفوذي برید کي د ۴ قومندانانو په ګډون ۱۸ ملي پولیس وژلي دي خو افغان چارواکو دغه ادعا رد کړې ده.

دا په داسي حال کي ده، چي په زابل ولایت کي بيا د سړک غاړي ماین چاودني ۸ ملکي وګړي وژلي او ۵ يې ټپيان کړي دي.

د زابل ولایت د میزاني ولسوال وحیدالله حقمل آلمان ږغ ته وویل چې، تیره شپه د یادي ولسوالۍ اړوند مرکز کلات ته پر غزېدلي سړک د ولسي خلکو یو موټر د سړک غاړي پرماین ور برابر سوی دی.  په دې چاودنه کي ۸ تنه ملکي وګړي وژل سوي او ۵ ټپیان دي.

د مرکز کلات روغتون مسؤلین وايي، د چاودني په قربانیانو کي ښځي او کوچنیان هم شامل دي.  ددغي پيښي د مسؤلیت په اړه تراوسه چا څه نه دي ویلي.

د روژې میاشتي په راتګ سره په کندهار او شاوخوا ولایتونو کي د وسله والو طالبانو بریدونه زیات سوي دي. عام خلک له دولته غواړي، چي د ناامنیو د مخنیوي له پاره دي مسلکي کسان په دندو وګوماري، ترڅو امنیت مهار کړي.

محمدابراهیم سپېڅلی/ کندهار