1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

په کندهار کي یوه نفوذي پولیس خپل ۹ ملګري وژلي

۱۳۹۹ دی ۱۵, دوشنبه

په کندهار کي یوې امنیتي سرچینې ويلي دي چي يوه نفوذي پوليس خپل ۹ ملگري پوليس وژلي او خپله تښتېدلی دی. پيښه په ارغنداب ولسوالۍ کي رامنځته سوې ده.

https://p.dw.com/p/3nU9O
Afghanistan Symbolbild Sicherheitskräfte
انځور: Reuters/O. Sobhani

په کندهار کي يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښولو په شرط دویچه ویله خبريال ته ويلي دي چي تېره شپه د ارغنداب ولسوالۍ د سرکاري باغ په سیمه کي د صفر يو قطعې یوه نفوذي پولیس خپل ۹ ملگري پوليس وژلي دي.

د کندهار په میرویس حوزوي روغتون کي یوه نوکریوال ډاکټر چي نه يې غوښتل نوم يې یاد سي وويل، تیره شپه ناوخته يې دوی ته نهه سخت ټپيان سوي پولیس وروړي چي ځینو يې په روغتون کي سا ورکړې ده.

هغه وويل: «موږ ته يې نهه پولیس راوړل چي څو کسان يې د سختو ټپونو له امله پر لاري مړه سوي ول او نور دلته مړه سول.»

د کندهار د پولیسو د امنیت امر جنرال فرید مشعل بیا د پيښي په اړه یوازي دومره وايي چي امنيتي پلاوی سیمي ته تللی، وروسته به يې جزئیات له رسنیو سره شریک کړو.

وسله والو طالبانو د یادي پيښي مسئولیت منلی او رسنیو ته يې په لېږل سوي پيغام کي لیکلي دي چي په دې پېښه کي د دوی یوه ملګري تر ۱۰ زیات پولیس وژلي او بریدګر له وسلو سره یو ځای امن سیمي ته رسیدلی دی، خو مسئولین داخبره نه مني.

محمدابراهیم سپېڅلی/ کندهار