په کندهار کي پر واده هوايي برید سخته مرګ ژوبله اړولې
۱۳۹۷ مهر ۱۳, جمعهد کندهار امنیه قوماندان عبدالرازق ويلي دي چې د پنجشنبې په ماښام د دغه ولايت پر معروف ولسوالۍ باندې د طالبانو د برید په ځواب کې امنیتي ځواکونو یو هوايي برید وکړ. رازق د برید په هکله رویترز خبري آژانس ته وویل: «دوی [طالبانو] غوښتل چې وتښتي او ځانونه یې له کلیوالو سره د واده په مراسمو کې ور ګډ کړل. په هوايي برید کې۱۰ طالبان او د ماشومانو او ملکیانو په ګډون څلور ملکیان وژل شوي دي.»
کندهار ولايت چې په جنوب کې له ګاونډي هیواد پاکستان سره ګډه پوله لري، د طالبانو یو لو مهمو سنګرونو څخه شمیرل کیږي. سربیره پر دې دغه ولایت د افغانستان د کوکنارو د کرکیل له پلوه هم مهم شمیرل کیږي.
په زیاتره مورادو کې طالب جنګیالي پر دولتي اهدافو باندې له بریدونو وروسته د ملکیانو په کورونو کې پټیږي او د تیښتې له پاره له ملکیانو څخه د انساني ډال په توګه کار اخلي.
بل لوري ته افغان چارواکي وايي چې د دې پیښې په هکله پلټنې روانې دي او دا لا معلومه نه ده چې دغه تلفات د افغان امنيتي ځواکونو که د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې رامنځ ته شوي دي. د افغان امنیتي ځواکونو د ځمکني عملیاتو د ملاتړ له پاره پر افغان هوايي ځواکونو سربیره امریکايي ځواکونه هم هوايي بریدونه کوي.
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو یوه ویاند ویلي دي چې د دوی الوتکې په دغو عملیاتو کې برخه نه ده اخیستې. په کابل کې د ناټو ماموریت ویاند کنوټ پیترز وویل: «زه دا تائیدولی شم چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې موږ د معروف ولسوالۍ په عملیاتو کې برخه نه ده اخیستې».
د ملګرو ملتونو د وروستي رپوټ پر اساس د روان میلادي کال په لومړۍ نیمايي کې د افغان امنیتي ځواکونو او یاغیانو ترمنځ په جګړو کې ۱۶۹۲ ملکیان وژل شوي دي.