جرمونه
په کندهار کي يوه پوليسه وژل سوې ده
۱۳۹۸ بهمن ۱۵, سهشنبهاعلان
د کندهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسؤل جمالناصر بارکزي دویچه ویله ته وویل چي د سه شنبې په ورځ له غرمې وروسته د کندهارښار د شپږمي ناحيې په ( ریګي کلاچه) کي یوه پولیسه په غلچکي برید کي ووژله سوه .
د سرچینې په قول، دغه پولیسه لیلا نومیده او په نهمه امنیتي حوزه کي يې دنده درلوده.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند وايي چي دا کیدای سي جنايي پېښه وي، خو تر اوسه يې قاتلان نه دي نیول سوي او پولیس يې د نیولو په لټه کي دي.
د پيښي د مسؤلیت په اړه تر اوسه پوري چا څه نه دي ویلي.
عام کندهاریان دغسي غلچکي بریدونو اندېښمن کړي دي او له دولته غواړي، چي د مخنیوی له پاره يې په رښتیا ګامونه واخلي.
د هغوی په خبره اندېښنې يې ځکه نوري هم ډيري سوي دي چي دغه شان بريدونه نژدې هره ورځ د ښار په منځ کي کيږي.
محمد ابراهيم سپېڅلی