په کندهار ښار کې د ماشومانو درې وړيا کتابتونونه
په دغو کتابتونونو کي د کوچنیانو د خوښي وړ ۱۵۰ سرلیکه، چي ټول ۴۵۰۰ ټوکه کتابونه کیږي په شخصي لګښت او د ځینو همکارو مؤسسو په مرسته مطالعې ته ایښوول سوي دي. مسؤلین وايي تر اوسه ۱۴۰۰ نجوني او هلکان ورسره ثبت دي.
کتابونه، د ماشومانو نوي ملګري
احمد سجاد سروري هغه کندهاری ځوان دی، چي په دې وروستیو کي يې د کندهار ښار په دریو ناحیو کي د ماشومانو لپاره درې بابه وړیا کتابتونونه جوړ کړي دي. نوموړی وايي، په دریو واړو کتابتونونو کي د کوچنیانو د خوښي وړ ۱۵۰ سرلیکه، چي ټول ۴۵۰۰ ټوکه کتابونه کیږي په شخصي لګښت او د ځینو همکارو مؤسسو په مرسته مطالعې ته ایښي دي.
د مطالعې لېوال ماشومان
دغه کتابتونونو ته ټول هغه ماشومان نجوني او هلکان هڅول کیږي، چي په کوڅو کي وخت بې ځایه تېروي. مسؤلان وايي، دوی یوه ډله ملګري لري، چي په کوڅو کي ګرځي او د هغو ماشومانو له کورنیو سره په تماس کي کیږي، چي اولادونه يې په کوڅو کي یوې او بلي خوا ته وزګار ګرځي او بیا يې کورنۍ او خپله ماشومان هڅوي، چي د دوی کتابتونونو ته مراجعه وکړي او پر ټاکلي وخت مطالعې ته ورسي.
کوچنۍ نجوني په کتابتون کي
په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته تر شپږم ټولگي پورته د نجونو ښوونڅي تړل شوي دي چې ډېرې نجونې له دې کبله ډېرې کړيږي. احمد سجاد وايي، دغه کار يې په کوچنیانو کي د مطالعې او کتاب سره د میني پيدا کیدو په موخه کړی، چي تراوسه ۱۴۰۰ نجوني او هلکان ورسره ثبت دي. نجونې هم دې کتابتونو ته مراجعه کوي.
راتلونکي پلانونه
په کندهار کي دغه کتابتونونه د ښار په دریو ناحیو کي موجود دي. مسؤلان يې وايي، چي غواړي له دې وروسته د کندهار ښار د نورو ناحیو ترڅنګ هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ته هم خپلي کتابتوني همکارۍ وغځوي او بیا به دغه لړۍ زابل او روزګان ولایتونو ته هم رسوي، ترڅو زیات هیوادوال ماشومان د کتاب له ګټور ملګرتوب څخه برخمن سي.
ستونزي
د یادو کتابتونو مسؤل احمد سجاد سروري دویچه ویله ته وویل چې د کتابونو کمښت يې لویه ستونزه ده. هغه وايي په دې اړه د خپرندویه ټولنو، لیکوالانواو ملي سوداګرو غواړي، چي مرسته ورسره وکړي. نوموړی زياتوي: «داسي ماشومان سته، چي هرکتاب يې څو واري لوستلی او اوس غواړي، چي نوي کیسه ییز کتابونه ولولي، نو په دې اړه د هیوادوالو مرسته اړینه ده.»
د ماشومانو غوښتني
کتابتونونو ته له ۵ کلنۍ څخه تر ۱۵ کلنۍ پوري ماشومان ور تللای سي. د مسؤلانو په قول هر کتابتون ته د ورځي له ۶۰څخه تر ۱۰۰ تنو ماشومان مطالعې ته ورځي. اوس دغه ماشومان غواړي، چي د ښار په نورو برخو کي هم ورته کتابتونونه ورته جوړ سي، ځکه د دوی په خبره، چي یوشمیر ملګري يې له لیري ناحیو څخه ورته راځي.
روشن فردا ټولنه
احمد سجاد سروري وايي، یاد کتابتونونه د روشن فردا، چي یوه غیري انتفاعي ټولنه ده لخوا اداره کیږي. دغه کتابتونونه یو کتابدار هم لري، چي د ماشومانو نوم، د پلار نوم، د پلار د ټلیفون شمېره او د کور ادرس له ځان سره لیکي، ترڅو د کتاب د ځنډولو پرمهال يې له پلار سره په تماس کي سي.
د مطالعې اوونیزه سیالي
هره اوونۍ د ښار په دغو دریو وړیا کتابتونونو کي د ماشومانو لپاره یو کتاب غوره کیږي، وروسته دغه کتاب هغو ماشومان ته ورکول کیږي، چي غواړي په سیالۍ کي ونډه واخلي. یوه اوونۍ وروسته له همدغو ماشومان څخه د ټاکل سوي کتاب ازموینه اخیستل کیږي او په دې ترتیب لایق ماشومانو ته ډالۍ ورکول کیږي.
ماشومان او د کیسو کتابونه
د کتابتونو مسؤل وايي، ماشومان د کیسو هغه کتابونه ډېر خوښوي، چي رسامي هم ولري، د دوی په قول یو شمیر کتابونه يې په شخصي لګښت او یو شمیر نور يې د ځینو بنسټونو لخوا برابر کړي دي، چي هره ورځ يې د ماپښین لخوا د لوستونکو مطالعې ته ږدي.
کتابتون د پوهي څراغ
ټول کتابونه يې په پښتو، دري او انګلیسي ژبو لیکل سوي کیسې او معلوماتي بڼه لري، چي زده کوونکي يې په خورا شوق د یوې اوونۍ لپاره کورته هم وړای سي او بیا د کتاب له راوړولو څخه وروسته بل کتاب ورکول کيږي، ترڅو د مطالعې ساحه يې نوره هم پراخه سي.