1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په کندز کې ۱۵ پولیس وژل شوي دي

۱۳۹۸ مهر ۳۰, سه‌شنبه

په کندز کې د طالبانو په تر ټولو تازه برید کې د ۱۵ پولیسو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی دی. افغان چارواکي وايي چې طالبانو پر یوې امنیتې پوستې برید کړی چې له امله یې یاده مرګ ژوبله رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/3RgC1
Kunduz Afghanistan Taliban
انځور: Getty Images/AFP

په کندز کې ځايي چارواکي وايي چې د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې باندې د طالبانو په برید کې ۱۵ پولیس وژل شوي دي.

د کندز د ولایتي شورا غړی غلام رباني رباني د سه شنبې په ورځ اسوشیتید پریس خبري آژانس ته وویل چې د دوشنبې په ماښام د طالبانو په دغه برید کې دوه تنه پولیس سرتیري ټپیان شوي دي.

د نوموړي په خبره دغه پیښه د دې ولایت په علي آباد ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

رباني زیاتوي چې د طالبانو تر برید وروسته کابو یو ساعت جګړه هم شوې ده. بل لوري ته د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د دغه برید مسئولیت پر غاړه اخیستی دی.

طالبان په کندز ولایت کې قوي حضور لري او تر دې مخکې یې هم څو ځله د دې ولایت د نیولو په موخه جګړې کړي دي. په ۲۰۱۵م کال کې تر یوې شدیدې جګړې وروسته، د کندز ولایت مرکز د محدود وخت له پاره د طالبانو لاس ته ولوید چې بیا وروسته د پوځي عملیاتو په نتیجه کې یاد ښار بیرته د طالبانو له شتون څخه پاک شو.

AP - K.H-NZ