په کندز کې لا هم جگړه روانه ده
۱۳۹۵ مهر ۱۳, سهشنبهد فرانس پرس خبري آژانس د چارواکو له قوله په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې له ستراتيژیک لحاظه مهم ښار کندز په شا او خوا کې اوس هم جگړه روانه ده خو په وینا یې د ښار مرکز له یاغیانو پاک کړل شوی دی.
د دوشنبې په ورځ د طالبانو له خوا پر کندز ښار له څو اړخونو څخه یرغل پېل شو. تیر کال په همدغه موده کې طالبانو د لنډ وخت له پاره د دغه ښار بشپړ کنترول تر لاسه کړی وو. دغه یرغل د دوشنبې په ورځ داسې مهال پیل شو چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د یوه جگپوړي پلاوي په راس کې بروکسل ته سفر وکړ، څو له افغانستان سره د بهرنیو مهمو مرستو په تړاو په یوه غونډه کې گډون وکړي.
د کندز د پولیسو مشر محمد قاسم جنگل باغ، له فرانس پرس سره په خبرو کې ویلي دي: «موږ تیره شپه د ځانگړو ځواکونو په مرسته عملیات پیل کړل او د ښار مرکز مو تصفیه کړ.» هغه په خپلو څرگندونو کې وړاندې ویلي دي چې «په سلگونو طالب جنگیالي» وژل شوي دي.
لا تر اوسه پورې د کندز د وروستۍ جګړې د تلفاتو په اړه دقیق معلومات په لاس کې نه شته.
په عین وخت کې د کندز والي اسد الله عمر خیل، ویلي دي چې لا هم عملیات ادامه لري: «عملیات یو څه ورو دي ځکه چې طالبان د خلکو په کورونو کې پټ شوي دي. موږ د ښار له ټولو خلکو غوښتي دي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او نن په ښار کې له غیر ضروري خوځښت څخه ډډه وکړي.»
په افغانستان کې میشتو د ناټو ځواکونو پر خپله تویتر ټولنیزه پاڼه لیکلي دي چې حکومت د «کندز ښار کنترول» په لاس کې لري. په عین وخت کې امریکا متحدو ایالاتو دا خبره تائید کړې ده چې هوایي ځواکونو یې بمباري تر سره کړي دي او ځانگړي ځواکونه یې د افغان ځواکونو ملاتړ کوي.
د پېنتاگون ویاند جېف ډیوس، ویلي دي: «وضعیت هر وخت بدلیدی شي، موږ هغه له نزدې څخه څارو او له خپلو افغان شریکانو سره کار کوو.»
د کندز د روغتون او افغانستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په نښتو کې د لسگونو ملکي کسانو د ټپي کیدو او لږ تر لږه د یوه تن د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی دی.
د نوموړي خبري آژانس د رپوټ له مخې ځایي اوسیدونکو تر دې دمخه رپوټ ورکړی وو چې دوی د جگړې له کبله په خپلو کورونو کې بند پاتې دي، په ښار کې یې د درنو چاودنو غږونه اوریدل او چارواکو داسې انديښنه ښوولې وه چې ښایي د کندز ښار د طالبانو لاس ته ولویږي.