په کندز کې د پاتې سرتيرو د برخلیک په اړه ضد و نقیض خبرونه
۱۴۰۰ مرداد ۲۰, چهارشنبهد کندز د ولایتي شورا یوه غړي نن چهارشنبه (د اګست ۱۱مه) د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې اوس مهال په کندز ولایت کې په سلونو افغان ځواکونه د طالبانو په محاصره کې دي. امرالدین ولي وايي چې په دغو ځواکونو کې د پوځ سرتيري، پولیس او ولسي پاڅون کونکي شامل دي.
وروسته له هغې چې د تیرې شنبې په ورځ د کندز ښار مرکز طالبانو ونیوه، امنيتي ځواکونه د ښار سویل ته هوایی ډګر ته څيرمه د پامیر قول اردو قرارګاه ته ولاړل.
خو د کندز ولایت یوه مخور غلام حیدر حیدر د چهارشنبې په ورځ دویچه ویله ته وویل په دغې قول اردو کې میشت ځواکونه نن طالبانو ته تسلیم شول. هغه وويل: «دا د پنځو دقیقو مخکې خبر دی...هغه قطعات چې په دغه مرکز کې مستقر ول د یوې نظامي رژې په شکل سره طالبانو ته تسلیم شول.»
حیدر زياته کړه چې دغو ځواکونو «خوراکي مواد او د موټرو له پاره تیل نه درلودل» چې له امله يې تسلیم شول.
هغه دا هم وویل چې طالبانو هوايي ډګر او قول اردو کې میشتو ځواکونو ته نن له کندز ښار څخه سپين ږیري استولي ول. په دې اساس د دې احتمال هم شته چې کیدای شي چې دغه سرتیرې د سپين ږيرو په وساطت تسلیم شوي وي.
د یادونې ده چې په افغانستان کې موجوده امنيتي وضعیت کې هره شيبه د بدلون رامنځ ته کیدو احتمال لیدل کیږي.
AFP/mks/bs