1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کشمیر کې وضعیت ترینګلی دی

۱۳۹۸ مرداد ۱۴, دوشنبه

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د دوشنبې په ورځ تلیفوني او انټرنټي خدمات ځنډول شوي دي او ځینې مشران په کورونو کې نظر بند کړی شوي دي. داسې اندیښنې هم شته چې د لومړي وزیر نریندر مودي حکومت د کشمیر ځانګړی دریځ له منځه یوسي.

https://p.dw.com/p/3NLRY
Indien Soldat in Kashmir
انځور: Getty Images/AFP/T. Mustafa

رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې د هندي چارواکو له قوله ویلي دي چې دوی په سرینګر کې پر عامه تحرک باندې محدودیتونه وضع کوي او هلته به ټولې تعلیمي ادارې تړلي وي. خو په نوي دهلي کې مرکزي حکومت د دغو نوو سختو اقداماتو په هکله څه نه دي ویلي.

د هند مرکزي کابینه د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اګست پنځمه) د لومړي وزیر نریندر مودي په کور کې غونډه کوي، څو وضعیت وڅیړي. په عین وخت کې هندي رسنیو ویلي دي چې ښایي حکومت د ورځې په اوږدو کې په کشمیر کې د وضعیت په هکله په پارلمان کې یوه بیانیه وړاندې کړي.

د کشمیر ځینو سیمه ایزو مشرانو نیمه شپه د ټویټر په پیغامونو کې د نیول کیدو اندیښنه څرګنده کړې ده. تر دې دمخه ځینو سیمه ایزو مشرانو دا اندیښنه هم څرګنده کړې وه چې ښایي د مودي مرکزي حکومت د کشمیر ځانګړي حقوق بیرته لغوه کړي، چې له څو لسیزو راهیسې هلته نافذ دي. په دغه څه کې د هند په اساسي قانون کې تعدیل هم شامل دی چې د کشمیر څخه د باندې خلک په دغه سیمه کې د منقوله جایداد له رانیولو څخه راګرځوي.

د رویټرز د رپوټ له مخې د هند پخواني ایالتي لومړي وزیر عمر عبدالله، د خپل ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې داسې باور لري چې ښایي په کور کې نظر بند کړای شي. هغه له خلکو غوښتي وو چې آرامه پاتې شي.

مفتي محبوبه، چې هغه هم يو وخت ایالتي لومړۍ وزیره وه او د مودي پخوانۍ متحده ده ویلي دي چې دا د خندا وړ ده چې «زموږ په څیر منتخب شوي استازي چې د سولې له پاره یې مبارزه کړې ده په کور کې نظر بند دي.»

رویترز په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په نوي دهلي کې د کورنیو چارو وزارت ویاند په دې تړاو د تبصرې له پاره د دوې غوښتنې کوم ځواب ور نه کړ.

په کشمیر کې د جمعې له ورځې راهیسې وضعیت مخ پر ترینګلي کیدو دی چې ځایي هندي چارواکو د پاکستان میشته یاغي ډلو له لوري د ممکنه بریدونو په هکله خبرداری ورکړ. هند او پاکستان دواړه د کشمیر د ملکیت ادعا کوي.

پاکستان دغه څرګندونې رد کړي دي، خو په زرونو هندي سیلانیان، زیارت کوونکي او کارکوونکي د شنبې او یکشنبې په ورخو له دغه سیمې ووتل.

هندي چارواکو د سرینګر ښار په هکله هم یو یادښت خپور کړی دی چې له مخې یې باید کوم عامه تحرک نه وي او ټولې تعلیمي ادارې تر راتلونکي امر پورې تړلې پاتې شي.

درو ځایي حکومتي چارواکو رویټرز خبري آژانس ته د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې په سیمه کې تلیفوني او انټرنټي خدمات ځنډول شوي دي. رویټرز خبري آژانس په سیمه کې د ارتباطي شبکو د بندیدو له کبله له خبریالانو سره په اړیکه ټینګولو نه دی توانیدلی.

زموږ له آرشیف څخه: