1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په کراچۍ کې د مرگونو ډیریدل؛ آیا علت یې کرونا ويروس دی؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲, سه‌شنبه

د کرونا ويروس د نړیوالې وبا په دې شپو او ورځو کې په کراچۍ ښار کې په ناڅاپي توګه د مړينې کچه لوړه شوې ده. آیا د مړينې کچې لوړيدو وجه کرونا ده؟ روغتيايي کارپوهانو او حکومت بيا دا خبره رد کړې ده.

https://p.dw.com/p/3bD8N
Hitzewelle in Pakistan fordert zahlreiche Opfer
انځور: Getty Images/AFP/A. Hassan

د پاکستان په کراچۍ ښار کې کارپوهان او ځايي حکومت وايي چې د کرونا ويروس له کبله د نورو مرضونو د درملنې په برخه کې د آسانتياو نشتوالی په اصل کې د مرګونو په کچه کې د زياتولي عمده لامل دی او داسې نه ده چې ګواکې د مړينو اصلي لامل پټول کيږي. دوی همدا راز وايي چې د کرونا ويروس د تست د آسانتيا د نه شتون له کبله د مړينو لامل کيدونکي ناروغۍ نه تشخيصيږي.

په کراچۍ کې د کرونا ويروس د خپريدو او د حکومت له خوا د تست د ترسره کولو د وړتيا کموالي د دغه ښار خلک سخت ويرولي دي. په دې ترڅ کې د مړينو د کچې لوړيدو هم خلک له يوې اضافي انديښنې سره مخ کړي دي.

دا خبره هغه وخت د رسنيو په سرليکونو بدله شوه چې څو ورځې مخکې د سند ایالت وزير اعلی مراد علي شاه، په یوه خبري غونډه کې وويل چې د کراچۍ روغتونونو ته اوس ډير مړي راوړل کيږي.

»د مړي د کرونا تست نه شي کيدلی»

مراد علي شاه په خپلو خبرو کې همدا راز وويل: »کله چې يو انسان مړ شي نو د کرونا آزموینه یې امکان نه لري خو د ځينو جسدونو تر ايکسرې وروسته کارپوهان په دې آند ول چې د هغوی سږي داسې ښکاريدل لکه د کرونا د ناورغ چې وي«. دهغه په خبره په دوی کې ۱۵ جسدونه داسې ول چې د کرونا د مريضانو شک پرې وشو خو دا چې د آزموينې امکان یې نه وو نو نه شو ویلی چې په کرونا مړه شوي خو د هغوی تدفين مو د کرونا د مريضانو په څير وکړ.

»خلک د مړينې علت نه ښيي»

د پاکستان د کراچۍ ښار د تر ټولو ستر جناح روغتون مشرې ډاکتر سیمی جمالي، په دې هکله وويل چې په روانه میاشت کې یاد روغتون ته په ناڅاپي ډول د جسدونو انتقال ډير شوی دی. خو هغې زياته کړه: »هره ورځ به د ۱۵۰۰ او ۱۶۰۰ ترمنځ مريضان د روغتون عاجلې څانګې ته راوړل کيدل خو د محدوديتونو له وجې اوس دا شمير نيم شوی دی. خو د تیرې میاشتې سره یې که پرتله کړو نو د جسدونو د راوړلو پېښې ۲۱ سلنه زياتې شوي دي«. د هغې په خبره د دې جسدونو د مړينې لامل نه شو معلومولی، خپلوان یې هم د مړينې علت نه ښيي، په ځانګړي توګه د کرونا په قضیو کې خو خلک ډير حساس شوي دي.

د ايدهي د خیريه بنسټ مشر فيصل ايدهي وويل چې د ايدهي مرکزونو ته په تیرو ۱۳ ورځو کې ۳۸۸ مړي د غسل له پاره ور وړل شوي ول. د تیر کال په همدې موده کې دوی ته د ور وړل شويو جسدونو شمير د دې اوسنیو شمیر نيمايي وو. نوموړي وويل: »داسې اندیښنه هم شته چې د مړينې د کچې د لوړيدو يو علت ښايي په روغتونو کې د خلکو پر مخ د ځينو برخو تړل او د ډاکترانو نه شتون وي. دلته نورې ناروغتياوې هم په خپريدو دي.«

Hitzewelle in Pakistan fordert zahlreiche Opfer
انځور: Getty Images/AFP/A. Hassan

د سينې د ناروغيو ډاکتر خالد محمود، وويل چې د خلکو پر مخ د روغتونو د او پي ډي د برخې تړل کيدو وضعيت ډير خراب کړی دی. د هغه په خبره مريضان روغتون ته تر رسيدو وروسته هم نه تداوي کيږي. ډاکټر محمود زیاته کړه چې په لومړي سر کې حکومت له خلکو غوښتي ول چې که ډير اړين نه وي روغتونو ته نه دي ځي او د کرونا له ویرې د روغتونو او پي ډي شعبې بندې کړل شوې وې. د نوموړي په وينا له همدې کبله اوس خلک روغتونو ته کم ورځي او دا د مړينې د کچې د لوړيدو يو علت دی.

روغتيايي کارکونکي هم د ویرې ښکار دي

ډاکتر خالد محمود دا مني چې یو شمیر صحي کارکونکي له کرونا ویروس څخه ویره لري. نوموړي وویل: »د ښار تر تړل کيدو دولس ورځې وروسته چې کله کلينکونه بيرته پرانیستل شول نو د کراچۍ څخه د څو کيلومتره لیرې پرتې يوې سيمې د فشار يو داسې ناروغ راته راړول شو چې د دوا نه شتون له کبله یې فشار ډير لوړ شوی وو او د سر رګ یې شليدلی وو. خپلوانو یې په ډيرو روغتونو کې د درملنې هڅه کړې وه خو يوه روغتون هم نه وو منلی. ما هڅه وکړه چې په ملکي روغتون کې یې داخل کړم خو هغه روغ نه شو او ژوند یې له لاسه ورکړ.«

د پاکستان د سند ایالت يوه ایالتي وزير د نوم د نه بربنډولو په شرط وويل چې په روغتونو کې چې کله د يوه مريض د کرونا آزموينه مثبته راشي نو ډاکتران او روغتيايي پرسونل هم ویره پيدا کوي او مريض ته له ور نزدې کيد ويريږي. د هغه په خبره که چيرې وضيعت همداسې دوام وکړي نو حالات ډېر خرابيدلی شي.

د سند ایالت دغه لوړ پوړي چارواکي زیاته کړه چې چې د کراچۍ د دريو شخصي روغتونو ادارې د کرونا تر بحران وروسته د ځای د نشتوالي او روغتيايي پرسونل د کمښت په پلمه د ډيرو مريضانو پر مخ خپلې دروازې تړلي دي.

د کرونا ویروس واکسین به کله جوړ شي؟