1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سوداگريافغانستان

«په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو بند کانتینرونه ازاد شوي»

۱۴۰۲ آذر ۸, چهارشنبه

د پاکستان حکومت د افغان سوداګرو هغو درو زرو کانتینرونو ته اجازه ورکړې ده چې له څه مودې راهیسې د کراچۍ په بندر کې ایسار کړل شوي ول. دا کانتیرونه په بېلابېلو سوداګریزو توکو بار دي.

https://p.dw.com/p/4ZZ21
Pakistan Gwadar | Containerhafen
انځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

په کابل کې د طالبانو ادارې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي، چې پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو درول شوي ۳ زره کانتینرونه ازاد کړې دي او تېره ورځ یې افغانستان ته د لېږد بهیر پیل شوی.

خبرپاڼه وایي، دغه کانتینرونه د افغانستان د سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ پاکستان ته د تللي پلاوي په هڅو ازاد شوې دي.

دغه وزارت وایي: «د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د پاکستان د بهرنیو چارو او سوداګرۍ له وزیرانو سره د دوامداره خبرو اترو په پایله کې د ترانزیټ په برخه کې د ۳ زره کانتینرونو مالونو د انتقال تفاهم ته ورسېد.»

د سوداګرۍ وزارت په خپله خبرپاڼه کې زیاته کړې ده چې دغه په ترانزیټي مالونو بار کانتینرونه د پاکستان د نوي ترانزیټي تګلارې له امله د اکتوبر مياشتي له درېیمې د روانې نوامبر میاشتې تر ۱۶ درول شوې ول.

سوداګر وایي، په دې کانترونو کې شاوخوا ۲۰۰ قلمه مختلف وارداتي مالونه بار دي.

څو ورځې مخکې افغان سوداګرو دویچه ویله ته ویلي ول، د پاکستان په کراچۍ بندر کې په سوداګریزو توکو بار د زرونو کانتیرونو د درېدو له امله د ورځې لږ تر لږه ۲۰۰ زره ډالر زیان کوي.

په پاکستان کې د افغان سوداګرو په زرونو کانتیرونه بند پاتې دي

افغانستان په وچه کې پروت هېواد دی او د خپلو ترانزیټي مالونو د لیږد له پاره یې لسیزې وړاندې د پاکستان سره د اپټا تړون لاسلیک کړی دی، چې دغه تړون د وخت حکومتونو او پارلمانونو تایید کړی دی.

د دغه تړون له مخې، افغان سوداګر کولای شي د خپلو توکو د لېږد رالېږد له پاره د کراچی بندر وکاروي، چې په پخواني جمهوري حکومت کې د دغه تړون د بیا نوي کېدو پرمهال پاکستان ته هم دا حق ورکړل شو، چې د افغانستان له لارې مرکزي آسیا سره سوداګري وکړي.

افغان سوداګر وايي پاکستان تل د اپټا تړون څخه سرغړونه کړې او افغان سوداګریزو توکو ټرانزیټ ته یې خنډونه جوړ کړي

یوازې په تېرو څو اونیو کې د پاکستان له لورې څو ځلې د تورخم دروازه د سوداګرۍ پر مخ تړل شوې او بیا پرانستل شوي.