1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کاپیسا کې هم سېلابونه سخته مرگ ژوبله اړولې

۱۳۹۹ شهریور ۶, پنجشنبه

د افغانستان په نورو څلورو ولايتونو کې هم د شپې له خوا سېلابونه راغلي دي. په کاپيسا کې د سېلابونو له کبله د ۱۳ کسانو د مړينې خبر ورکړل شوی دی. پرون په پروان ولايت کې سېلابونو تر ۱۰۰ د زياتو انسانانو ژوند واخيست.

https://p.dw.com/p/3hZ6o
Afghanistan Parwan-Provinz Überschwemmungen
انځور: Getty Images/AFP/A. S. Arman

افغان چارواکو د پنجشنبې په ورځ (د اگست مياشتې ۲۷) تائيد کړې چې د کاپيسا، پنجشير، وردک او کابل ولايتونو يو شمير ولسوالۍ سېلابونو اغيرمنې کړي دي.

د کاپيسا ولايت د پوليسو يوه ویاند وويل چې په دغه ولايت کې لږ تر لږه ۱۳ کسان مړه شوي دي خو د لټون او ژغورنې عمليات لا دوام لري.

په افغانستان کې طبيعي پېښو ته د رسېدو په برخه کې د دولت وزير د آلمان خبري آژانس ډي پي آې ته وويل چې دغه شميرې نورې هم لوړيدلې شي ځکه چې د ژغورنې عمليات لا روان دي او د هغو کسانو د را ايستلو هڅه کوي چې په خټو او يا د کورونو ورانیدو له کبله په ويجاړيو کې بند پاتې دي.

Afghanistan Parwan-Provinz Überschwemmungen
د چهار شنبې په ورځ په پروان ولايت کې سېلابونو تر ۱۰۰ زيات انسان ووژلانځور: Reuters

د دې تازه سېلابونو په اړه خبر په داسې حال کې ورکول کيږي چې د چهار شنبې په ورځ په پروان کې سېلابونو تر ۱۰۰ زيات کسان وژلي ول. د چارواکو په حواله په دغه ولايت کې تر۵۰۰ زيات کورونه وران شوي دي.

په افغانستان کې تېر ميلادي کال هم سختو سېلابونو ډېر زيان اړولی وو. د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکې ادارې د معلوماتو په حواله د دغو سېلابونو له کبله لس زره کورونه ويجاړ شوي ول او تر۱۸۰ زرو زيات کسان اغیزمن شوي ول.

bs/nz (dpa)