په کانګو کې څرنګه له خاور سره زر جوړیږي
د کانگو ديموکارتيک جمهوريت په ختیځ کې د طلا کوچني معدنونه د عایداتو ښه سرچینه ده. دلته کارګر خپل ژوند په خطر کې اچوي او د طلا زرې وروسته له دې چې څو ځله لاس په لاس شي په پای کې په خالصه طلا بدلیږي.
ملا ماتوونکی کار
تر ځمکې لاندې، یو کارګر د طلا له یوه معدن څخه د خاورو او طلا کوچنۍ زرې راباسي. په دې کارګرو کې زیاتره کیندونکي او د کڅوړو انتقالوونکي دي. هره ورځ کارګر تر ځمکې لاندې شاوخوا ۶ یا اته ساعته تیروي. دغه کار ډیر ستړی دی. له دې معدن څخه باید د طلا د یوه ګرام له پاره شاوخوا ۲۰۰ کیلوګرامه خاوره راوایستل شي.
د یوه ګرام طلا له پاره د خاورې کڅوړې
یو کارګر د معدن په تنګو تونلونو کې کار کوي. د خاورې کڅوړه په دې تونلونو کې ډیره په سختۍ سره انتقالیږي. له کرنې وروسته د معدنونو استخراج په دې هیواد کې د عایداتو تر ټولو مهمه سرچینه ګڼل کیږي.
هره کڅوړه ۳۰ کیلو وزن لري
یو کارګر خپله کڅوړه له تپې لاندي ځمکې ته انتقالوي ترڅو پروسس شي. کارګر د هرې کڅوړې د انتقال په بدل کې شاوخوا ۰،۳۵ ډالر چې شاوخوا ۲۴ افغانۍ کیږي ترلاسه کوي. دوی د معدن په برخه کې تر ټولو کم عاید ترلاسه کوي او دوی زیاتره هغه کسان دي چې دې سیمو ته له نورو ځایونو څخه مهاجر شوي دي.
طلا او تیږه
یو کارګر پر تپه ناست دی او د طلا لرونکې تیږې ماتوي. تر دې وروسته میده شوې تیږه د دوو نورو تیږو په منځ کې میچن کیږي ترڅو طلا ترې جدا کړي. دغه کار ډیر ورو کیږي او څو ساعتونو کار ته اړتیا لري. د انځور په شا کې د اوبو او کڅوړو انتقالوونکي لیدل کيږي چې کښته او پورته ځي.
ارزښتناکه خټه
یو کس دغه میده شوې خاوره له اوبو سره ګډوي او بیا وروسته یې غلبیل کوي. د ډیر ټینګوالي له امله طلا په جالۍ کې پاتيږي او پاتې بیکاره اوبه لاندې توییږي. دغه پاتې شوې طلا بیا ټولیږي او په یوه پلاستیکي لوښي کې اچول کیږي.
لومړنی ګاک
یو سیمه ایز پیرودونکی د طلا زرې ګوري او خپله بیه ورته وايي. په دې لوښي کې د طلا زرې لیدل کيږي چې وروسته تر ډیر کار دې حد ته رسیږي. د معدن زیاتره کار کوونکي هڅه کوي چې سیمې ته په راغلو کسانو کې دغه طلا وپلوري او نغدې پیسې ترلاسه کړي.
تصفیه شوې طلا
ستر سوداګر بیا د طلا دغه زرې له نیتریک اسید سره په یوه ګرم داښ کې ګرموي، څو خالصه طلا په لاس راشي. د یادولو وړ ده چې ستر سوداګر د ځايي کوچنیو کارګرو په پرتله ډیره طلا رانیسې او پلوري. دوی حتی په یوه اونۍ کې تر څو کیلو ګرامه طلا پورې سوداګري کوي. که څه هم ګټه یې سیمه ایزو کسانو ته کمه رسیږي، خو د طلا د ډیروالي له امله بیا هم ښه عاید لاس ته راځي.
قیمتي پوډر
تر ګرمولو وروسته، طلا په یوه الکترونيکي تله تلل کیږي. په دې مرحله کې بیا طلا شاوخوا له ۹۲ نه تر ۹۸ سلنه خالصه وي.
سرې سکروټې
کله چې طلا اوبه شي بیا په یوه قالب کې اچول کیږي. دغه طلا د سانتي ګرید تر۱۵۰۰ درجو پورې ګرمیږي او د څو کیلو ګرامه اوبه کولو ته څو ساعتونه ضرورت وي.
د یخولو لړۍ
ګرمه او ویلي شوې طلا بیا یو کارگر راباسي او په غالب کې يې بیا یوازې دود پاتيږي.
نهايي طلا
دغه ۴،۱۶۳ ګرامه خالصه طلا پیرودلو ته اماده ده او ارزښت یې شاوخوا ۱۶۷۰۵۶ډالر دی. په کلني ډول په کانګو کې شاوخوا ۱۱ ټنه طلا تولیدیږي خو زیاتره دغه طلا له دې هیواد څخه بهر په ناقانونه توګه قاچاقیږي. په ۲۰۱۵م کال کې له دې هیواد څخه شاوخوا ۲۵۴ کیلوګرامه طلا بهرنیو هیوادونو ته صادره شوې وه.