په کاراتیپه کمپ کې د سوریایې او عراقي مهاجرو د ژوند بهتره وضعیت
د «کارایپه» کمپ د یونان په لیسبوس ټاپو کې یو له ښو کمپونو څخه دی. په دې کمپ کې ډیرې عراقي او سوریایې او یو شمیر اریتیریایې مهاجر هم شپې ورځې تیروي. په اوس وخت کې په دې کمپ کې یوازې دری افغان میرمنې میشتې دي.
د یونان په کاراتیپه کمپ کې ډیر شمیر سوریايي او عراقي کډوال ژوند کوي.
افغان کډوال د لیسبوس په ټاپو کې موریا په کمپ کې اوسیږي. دغه کمپ تړلی دی او هیڅ کډوال له دې ځای څخه د وتلو اجازه نه لري.
د موریا په کمپ کې شاوخوا ۲۸۰۰ کسان میشت دي چې ډیر یې هغه افغانان دي چې د مارچ تر شلمې نیټې وروسته یونان ته رسیدلي دي.
له ترکیې سره د اروپایې اتحادیې د موافقتنامې پر بنسټ هغه مهاجر چې د مارچ تر ۲۰ وروسته یونان ته راغلي دي باید ترکیې ته ډیپورت شي.
د لیسبوس په موریا کمپ کې مهاجر ترکیې ته د بیرته استنول کیدو له خطر سره مخامخ دي.
د دې له پاره چې دغه مهاجر ترکیې ته وا نه ستنول شي، دوی کولی شي په یونان کې د پناه غوښتنه وکړي.
خو د کاراتیپه په کمپ کې د سوریایې، عراقي او ایریتیریایې مهاجرو وضعه بهتره ده.
مهاجر په دغه کمپ کې له ښو امکاناتو څخه برخمن دي.
د کاراتیپه د کمپ مهاجر اجازه لري چې په آزادانه توگه له کمپ څخه د باندی تگ راتگ وکړي.
یوازې دری افغانې میرمنې په دې کمپ کې دي چې د کورنۍ نارینه یې په روغتون کې دی.
برعکس د موریا په کمپ کې خبریالان کولې شي د لیسبوس د ښاروالۍ له خوا د اجازتنامۍ په ترلاسه کولو سره د کاراتیپه له کمپ څخه لیدنه وکړي.
د کاراتیپه کمپ په نړیوالو ستندرونو برابر یو کمپ دی چې چارې یې د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو عالي کمیسارۍ (یو.ان.اچ.سي.آر) له خوا پر مخ وړل کیږي.
«د ماشومانو څخه د حفاظت نړیوال سازمان» په څیر یو شمیر نور سازمانونه هم دلته فعاله دي.