تروريزم
په کابل کې ځانمرګي برید لږ تر لږه ۱۹ تنه وژلي
۱۳۹۵ بهمن ۱۹, سهشنبهاعلان
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب الله دانش، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې یوه پیاده ځانمرګي برید کوونکي هغه مهال د سترې محکمې پر کارکوونکو باندې خانمرګی برید وکړ چې هغوی د کار تر ختمیدو وروسته په یوه موټر کې د سپریدو په حال کې وو.
ستره محکمه د کابل د هوایي ډګر او امریکا متحده ایالاتو د سفارت تر منځ د غځیدلي سړک پر سره پرته ده.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د افغانستان د عامه روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح، ویلي وو چې د پیښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
تیره میاشت طالب یاغیانو په کابل کې د پارلمان پر کارکوونکو باندې برید کړی وو چې په پایله کې یې ۳۰ کسان وژل شوي او ۸۰ تنه نور ټپیان وو.