«په کابل کې پر هسپانيا سفارت بريد شوی»
۱۳۹۴ آذر ۲۰, جمعهافغان چارواکو وویل چې یاغیانو په کابل کې د هسپانيا پر سفارت په توپکو او بمونو سره نن ماښام (جمعه د دسمبر ۱۱مه) حمله وکړه، خو د مرگ ژوبلو په هکله سمدلاسه معلومات نه شته.
په مادرید کې د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «پر سفارت باندي برید شوی. موږ د معلوماتو په راټولو بوخت یو.»
د فرانسې خبري آژانس د رپوټ له مخې، طالبانو د دغې حملې مسئولیت منلی دی. هغوی ادعا کړې چې د «بهرنيانو یو مېلمستون» د دې حملې هدف وو. خو دا لا تراوسه معلومه نه ده چې آیا دغه مېلمستون د هسپانيا د سفارت په دننه کې وو او که دباندي.
د پيښي سیمي ته افغان امنيتي ځواک رسېدلی او سيمه ئې کلابنده کړې ده. دا لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چي چاودني څومره تلفات لرل.
د هسپانيا یوه خبري آژانس د حکومتي سرچینو په حواله رپوټ ورکړ چې د دغه هیواد صدراعظم ماریانو راخوی، ته خبر ورکړل شوی. د ناتو د معلوماتو له مخې هسپانيا د ۲۰۱۵ کال د دسمبر څخه وروسته خپل نهه عسکر په افغانستان کې پرېښي دي.
له دې مخکې د کورنیو چارو وزارت ویاند، صدیق صدیقي دویچه ویله ته وویل چې «چادونه د شيرپور په ساحه شوې چې د کابل په لسمي ناحیې پوري اړه لري.»
صدیقي وویل چې چادونه د «هسپانيا سفارت ته نژدې رامنځ ته شوی ده.» هغه زیاته کړه چې په دې حمله کې مرگ ژوبله رامنح ته شوې ده، خو «جزئیات یی څرگند نه دي.» صدیقي وویل: «یوه روغتون ته اوه ټپیان لیږدل شوي دي.»
د افغانستان استخباراتي مامورينو ويلي دي چې اوس هلته کور په کور پلټني رواني دي چې کوم څوک خو به پکښې پټ شوي نه وي. دوی ويلي دي چي په سيمه کې ډېره تاريکه ده او دا ستونزمنه ده چې سړی دقيق څه وويني.
ويل کيږي چي تر دغي چاودنو وروسته فايرونه هم پيل شوي. خو دا لا روښانه نه ده چي دغه فايرونه امنيتي ځواکونو کړي، له موټر بم سره وسله وال طالبان هم ول.