1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې پر مخدره موادو روږدي ۹ کسان وژل شوي دی

۱۳۹۸ بهمن ۲۷, یکشنبه

 د کابل ښار پولیسو پر مخدره موادو د روږدو شوو ۹ تنو د وژل کيدو څخه خبر ورکړ. دغه کسان کابل ښار ته نژدې په يوه غار کې وژل شوي دي. يو معتاد کس په ټپي حالت کې موندل شوی دی.

https://p.dw.com/p/3XqvC
Drogenabhängige im Zentrum von Kabul
انځور له ارشيف څخه اخيستل شوی د خبر د پيښې نه دیانځور: DW/Hossain Sirat

د پوليسو يوه وياند، فرامرز تمنا په دې اړه د آلمان خبري آژانس ته وويل چې پر مخدره موادو دغه روږدي کسان، د شنبې په ورځ ناوخته، کابل ښار ته نژدې د قرغې غره په يوه غار کې وژل شوي دي.

پوليس وايي چې په مخدره موادو يو روږدی کس په ټپي حالت کې موندل شوی او روغتون ته ليږدول شوی دی. پوليس زياتوي لا تر اوسه روښانه نه ده چې دغه کسان په څه دليل وژل شوي دي.

د آلمان خبري آژانس په حواله، په کابل ښار کې اوسمهال په مخدره موادو روږدي په زرونو کسان شتون لري چې ډيری یې پر واټونو او هديرو کې په بد وضعيت کې ژوند کوي.

Afghanistan Behandlungszentrum für Drogenabhängige
«افغانستان ۳،۶ ميليونه د مخدره موادو معتادان لري»انځور: Reuters/A. Masood

د افغان حکومت له خوا په ۲۰۱۵م کال کې يوه ترسره شوې سرويې ښيي چې په دغه هيواد کې ۳ اعشاريه ۶ ميليونه کسان پر مخدره موادو روږدي دي. د افغانستان ټول نفوس نژدې ۳۷ ميليونه اټکل کيږي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د روانې مياشتې په پيل کې د دغه وزارت د شپږ تنو افسرانو د نيولو خبر ورکړ. پر دغو چارواکو تور دی چې د مخدره موادو په کاروبار کې يې لاس درلود.

د چارو کارپوهان وايي چې په جګړه ځپلي هيواد افغانستان کې پر مخدره موادو د روږدو کسانو شمير د لوړيدو په حال کې دی. ډيری دغه افراد د چرس، ترياک او هيروئنو پر استعمال روږدي دي. 

dpa/mks/ns