1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې پر له پسې چاودنو مرګ ژوبله اړولې

۱۴۰۰ آذر ۱۹, جمعه

د کابل په ختيځ کې د جمعې په ورځ پر له پسې چاودنې شوي چې د طالب چارواکو په خبره پکې دوه کسان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي. یوه چاودنه پر يوه موټر شوې ده.

https://p.dw.com/p/446Zx
Afghanistan I Bombenexplosion in Kabul
د آرشیف انځورانځور: AP/picture alliance

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند، سعيد خوستي خبریالانو ته وویل: «دوه ملکیان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.»

د فرانسې خبري آژانس د خوستي له قوله لیکي چې یوه چاودنه د کابل په دشت برچي سیمه کې په یوه میني بس موټر کې شوې ده.

سعيد زیاته کړه: «په همدې سیمه کې په یوه بله چاودنه کې  یوه ښځه ټپي شوې ده.» هغه زیاته کړه چې دوهمه چاودنه هم د یوه بم وه.

تر اوسه د دغو چاودنو مسئوليت هيڅ چا یا کومې ډلې په غاړه نه دی اخسیتی.

خو د کابل دشت برچي سیمه چې ډيری اوسیدونکي يې شیعه مذهبه هزاره دي، د تيرو کلونو په جریان کې د داعش ډلې د بریدونو هدف ګرځيدلې ده.

په نومبر میاشت کې هم دغه ځای کې په یوه ميني بس موټر کې بمي چاودنه شوې وه چې دوه کسان په کې وژل شوي ول او پنځه نور ټپيان شوي ول. د هغې بمي چاودنې مسئولیت په افغانستان کې د داعش ډلې خراسان شاخې په غاړه اخیستی وو.

دغې ډلې دغه راز د اکتوبر میاشتې په ۱۵ مه د کندهار ښار د شیعه ګانو پر یوه مسجد په منځ کې هم د يوه ځانمرګي برید مسئولیت منلی وو. په دغې حمله کې لږ تر لږ ۶۰ کسان وژل شوي وو. تر دې څو ورځې مخکې ورته چاودنه په کندز ښار کې هم د شیعه مذهبو پر اړوند په سید آباد مسجد کې شوې وه چې درنه مرګ ژوبله يې اړولې وه.