په کابل کې لاریون تر سره شوی دئ
۱۳۹۱ شهریور ۲۶, یکشنبهاعلان
په کابل کې په سلگونو کسانو د اسلام پر ضد د خپرې شوې ویدیو په غبرگون کې لاریون تر سره کړی دئ. دغه خبر د کابل پولیسو ورکړی دئ. د کابل د امنیې قوماندان ایوب سالنگي د المان خبري آژانس ته ویلي دي: «د کابل پوهنتون شاوخوا ۱۰۰۰ تنو محصلینو او نورو په سلگونو کسانو د کابل ښار په دریو برخو کې سوله ییز لاریونونه تر سره کړي دي.» هغه په خپلو خبرو کې ویلي دي دغه لاریونونه په سوله ییزه توگه سر ته رسیدلي دي او کوم تاوتریخوالې په کې نه دئ رامنځ ته شوی. د هغه په وینا لاریون کوونکو د فلم جوړونکي د محاکمې غوښتنه کوله.