په کابل کې د ګازو د بالون په چاودنه کې ۹ تنه وژل شوي
۱۳۹۷ دی ۲۳, یکشنبهد افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي چې په پلازمینه کابل کې د شنبې په ورځ ناوخته د ګازو د ډبې یا بالون د دې چاودنې په پایله کې ګڼ شمیر نور کسان ټپیان شوي هم دي. د وزارت ویاند وویل چې دغه پیښه د استوګنې په یوه کور کې رامنځ ته شوې ده.
په افغانستان کې د ژمي په سړه هوا کې ګڼ شمیر افغانان د کورونو د ګرمولو له پاره له ګڼ شمیر غیر معیاري لارو چارو کار اخلي. په دې ډله کې ګازي بخارۍ، د ډبرو د سکرو سوځول او یا د لرګیو سوځول یې عامې لارې چارې دي. د ژمي په موسم کې افغانستان په ګڼ شمیر سیمو کې دغه راز پیښې رامنځ ته کیږي.
په عین حال کې د تیرې اونۍ په ترڅ کې د کابل په یوه بله څنډه کې د تیلو او ګازو په یوه پلورنځي کې اور ولګید. په څو شیبو کې اور په چټکۍ سره د استوګنې یو شمیر کورنو یا اپارتمانونو ته ورسید چې په پایله کې د پراخو مالي زیانونو سربیره درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. هغه مهال چارواکو ویلي وو چې د اور په پایله کې لږ تر لږه ۴۲ کسان د سوځیدو له کبله تر درملنې لاندې نیول شوي وو.