1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په کابل کې د چاودنې په سیمه کې دویم انفجار شوی

۱۳۹۷ شهریور ۱۴, چهارشنبه

د کابل په لویدیځه برخه کې تر یوې چاودنې وروسته، دویم انفجار رامنځته شوی دی. چارواکو ویلي دي چې پیښه د پهلوانۍ په یوه کلب کې رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/34N0n
Afghanistan Sicherheitspersonal
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

په لومړۍ چاودنه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي وو او اتلس نور ټپیان وو. چارواکو د دویمې چاودنې له کبله د رامنځ ته شوې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي. د دغه راز پیښو تلفات ډیر وخت د وخت له تیریدو سره لوړيږي.

د کابل د پولیسو یوه ویاند حشمت ستانکزي، خبري آژانسونو ته ویلي دي: «[د دویمې چاودنې پر مهال] په سیمې ته نزدې د پولیسو ځواکونه، عام خلک او خبریالان موجود وو. موږ [تر اوسه پورې] د برید په څرنګوالي او د تلفاتو په شمیر نه پوهیږو.»

طالبانو او د اسلامی دولت ترهګرې ډلې په وروستیو وختونو کې په کابل او د افغانستان په نورو سیمو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. لا تر اوسه پورې کومې ډلې د دغې پیښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.