1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په کابل کې د ماسکونو جوړولو فابريکې په کار پيل وکړ

۱۳۹۹ فروردین ۲۶, سه‌شنبه

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت په کابل کې د کرونا ويروس د ماسکونو او حفاظتي توکو د توليد لومړۍ فابريکه افتتاح کړه. د روغتيا وزارت له خوا ویل شوي چې دا فابريکه هره ورځ تر لسو زرو محافظتي بستې توليدوي.

https://p.dw.com/p/3atAA
Atemschutzmaske der Kategorie FFP3
انځور: picture-alliance/dpa/C. Beutler

ډاکتران او روغتيايي کارکوونکي له کرونا ويروس سره د مقابلې له پاره په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي. تر اوسه په نړيواله کچه دوه ميليونه کسان په دې ویروس اخته شوي دي. په ټوله نړۍ کې تر اوسه ۱۲۰زرو کسانو چې يو شمير ډاکتران او روغتياپالان هم پکې شامل دي، د دې ويروس له کبله خپل ژوند بایللی دی.

په افغانستان کې هم تر اوسه څو صحي کارکوونکي په دې ويروس اخته شوی دي او دوو ډاکترانو تر اوسه په دې ويروس تر اخته کيدو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي کارکوونکو او ډاکترانو د ساتنې په موخه د حافظتي توکو توليد د يوه مسئوليت په توګه ياد کړ. 

د افغانستان د عامې روغتيا وزير فيروز الدين فيروز، وويل: «په نړيوال بازار کې د ماسکونو او حفاظتي توکو د لوړو بيو په پام کې نيولو سره به دا فابريکه زموږ سره د حفاظتي توکو په چمتو کولو کې مرسته وکړي.«

په دې وروستیو کې د روغتيا نړيوال سازمان د صحي توکو يوه بسته راليږلې ده. په دې کې لس زره محافظتي کيټونه او د کرونا ويروس د تشخيص دولس زره کيټونه شامل دي.

تر واسه په افغانستان کې په کرونا د اخته شويو کسانو شمير مخ پر ډيريدو دی. د رسمي رپوټونو په حواله د سه شنبې په ورځ د ۴۹ نويو مثبتو پېښو له ثبت سره په افغانستان کې د کرونا د مريضانو شمير ۷۱۴ تنو ته رسیدلی دی. د روغتيا وزارت د دې ويروس څخه د مړو شويو شمير ۲۳ تنه ښوولی دی.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د سه شنبې په ورځ (د اپريل ۱۴ نيټه) د ۹،۵ ميليارده افغانۍ بودجې د ځانګړې کولو خبر ورکړی دی. ويل شوي دا پېسې به پر نورو سربیره د ۱۷۰ امبولانسونو او د قربانيانو د جسدونو د انتقال له پاره د ۷۰ موټرو پر رانیولو مصرف شي.

زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: