1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په کابل کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنې مرګ ژوبله اړولې

۱۳۹۹ خرداد ۲۳, جمعه

د چارواکو په خبره نن د جعمې په ورځ په پلازمینه کابل کې د شیرشاه سوري په نامه په جومات کې د جمعې د لمانځه پرمهال چاودنه شوې ده. امنیتي چارواکو په دې پیښه د ملا امام په ګډون د یو شمیر کسانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/3dfkT
Afghanistan | Mindestens 14 Tote bei Explosion in Kabul
انځور: Dw/G. Adeli

نن د جعمې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جون میاشتې په ۱۲مه نیټه) د پلازمینې کابل په څلورمه حوزه کې د شیرشاه سوري په نامه په جومات د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې. چارواکو په دې چاودنه کې د ملا امام په ګډون د یو شمیر عبادت کوونکو د مرګ او یو شمیر نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی.

د کورنیو چارو وزارت هم د یادې پیښې پخلی کړی خو تر اوسه پورې یې د برید د تلفاتو او نوعیت په هکله څه نه دي ویلي خو وايي چې جزئیات به یې وروسته خپاره شي. تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی. په افغانستان کې طالبان او داعش ډله وخت نا وخت پر ملکي او حکومتي ادارو او همدا راز پر عبادت ځایونو چاودنې او بریدونه کوي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق ارین، په یوه ټویټری پیغام کې د چاودنې پخلی کړی او وايي چې چاودنه د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکه له کبله رامنځ ته شوې ده. ارین د ابتدايي معلوماتو پر بنسټ لیکلي: «نن ماسپیښن د جمعې د لمانځه پرمهال د شیرشاه سوري د جومات په داخل کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو د چاودنې له کبله له بده مرغه ملا امام او درې تنه عبادت کوونکي شهیدان شوي دي او یو شمیر نور ټپیان دي.»

دا په دې وروستیو کې دوهم ځل دی چې د یوه جومات په داخل کې چاودنه ترسره کیږي. څه موده وړاندې، د کابل په وزیر محمد اکبر خان جومات کې یوه چاودنه وشوه چې په پایله کې د جومات ملا امام ایاز نیازی او یو شمیر نور کسان ووژل شول. د وزیر اکبر خان د جومات مسوولیت په افغانستان کې داعش ډلې منلی وو.