1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې د ترکيې افغان محلي کارکوونکو مظاهره 

۱۴۰۰ دی ۱, چهارشنبه

يو شمیر افغانانو چې ادعا کوي په افغانستان کې د ناټو سازمان د ماموريت پر وخت يې له ترکيې سره کار کړی، د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د ترکيې سفارت مخې ته مظاهره وکړه. دوی وايي چې ترکيې پر میدان پریښودلي دي.

https://p.dw.com/p/44htl
Afghanistan Kabul | Anti-Pakistan Proteste
کابل مظاهرې - د آرشیف انځورانځور: WANA/REUTERS

په کابل کې د ترکيې افغان محلي کارکوونکو مظاهره د کابل په هوايي ډګر کې د ترکيې شاوخوا ۳۰ افغان محلي کارکوونکو پر انقرې تور ولګاوه چې دوی ېې پر ميدان پریښودلي دي.

د فرانسې خبري آژانس په حواله، په دغو افغانانو کې ډېر ېې په اګست مياشت کې قدرت ته د طالبانو تر رسیدلو مخکې، د کابل په پوځي هوايي ډګر کې د ژباړونکو او تخنیکرانو په حیث کار کړی دی. ترکيې په افغانستان کې د ناټو سازمان په ماموریت کې فعالیت درولود.

د ترکيې سفارت مخې ته راټولو شوو مظاهره کونکو ويل: «موږ عدالت غواړو.»

د اسدالله رحماني په نوم د مظاهرې يو ګډونوال د تاسف په ښکاره کولو سره وويل: «موږ پر میدان پريښودل شوي یو.» هغه زیاته کړه چې له ترکانو سره يې نژدې دوې لسیزې د ژباړونکي په حیث کار کړی دی.

یوه بل ژباړونکي محمود همراز وويل: «موږ د خپل ژوند له تر ټولو سختو ورځو سره مخ يوو.»

همراز زیاته کړه: «د سفارت له خوا هيڅوک را نه غلل چې زموږ غږ واوري، دوی حتی زموږ سره خبرې هم ونه کړې. دا واقعاً ډېر د ناهيلۍ ځای دی.»

که څه هم طالبانو ولسي لاريونونه بند کړي، خو دغه افغانان پریښودل شوي چې خپله مظاهره له خنډ پرته وکړي. په کابل کې د ترکيې سفارت په دې اړه له نظر ورکولو څخه ډډه کړې ده.

په اګست میاشت کې کله چې طالبانو کابل تصرف کړ، د کابل له هوايي ډګر څخه شاوخوا ۱۲۰ زره افغانان د تخلیې په پروګرام کې بهر ته وښکل شول. له افغانستان څخه وروستي امریکايي عسکر د اګست مياشتي پر ۳۱ مه ووتل.

مظاهره کوونکو ويل چې له هغه وخت راهیسې د دوی معاشات نه دي ورکړل شوي، با وجود د دې چې قراردادونه يې د دسامبر تر ۳۱مې پورې اعتبار لري.