1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په کابل کې دوو بمي چاودنو مرګژوبله اړولې

۱۳۹۷ مهر ۱۴, شنبه

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د غبرګو بمي چاودنو په پایله کې لږ تر لږه ۲ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۹ تنه ټپیان شوي دي. په ټپیانو کې درې تنه ملکي کسان چې لارویان ول هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/365BN
Afghanistan Kabul Doppelanschlag
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Hossaini

د کابل د پولیسو ویاند بصير مجاهد وویل چې چاودنه د شنبې په ورځ د پلازمېنې کابل په یوه سړک کې رامنځته شوه. مجاهد وویل چې په پيل کې د امنیتي ځواکونو یو پوځي موټر د یوه بمي برید هدف وګرځید او کله چې پوليس د وضعیت د کنترولو له پاره د پيښې ځای ته ورسیدل یوه بله چاودنه رامنځته شوه.

د پولیسو ویاند د اسوشیټډ پریس خبري آژانس ته ویلي دي چې د دویمې چاودنې په ټپیانو کې د پولیسو یو قوماندان هم شامل دی.

په کابل کې د دویچه ویله خبریال وویل چې دغه پيښه د پلازمېنې کابل په پل محمود خان سیمه کې رامنځته شوې ده.

چارواکو دقیقاً نه دي ویلي چې په وژل شویو او ټپیانو کې څو تنه پوځیان او څو تنه یې د پولیسو امنیتي ځواکونه دي. تر اوسه پورې هیڅ کومې ډلې د دې برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د امریکایې سرتیري هويت

په عین وخت کې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت هم د هغه امریکایې سرتیري هویت اعلان کړی دی چې د پنجشنبې په ورځ په هلمند ولایت کې د یوې چاودنې په نتیجه کې ټپي او وروسته یې بیا سا ورکړې وه.

د پنټاګون په اعلامیه کې ویل شوی دي چې د امریکایې پوځ د ۶۰ لِوا سرتیری جیمس سلاپ، د متحده ایالاتو د سویلي کارولینا ایالت پورې تعلق درلود چې د افغانستان په هلمند ولایت کې د یوې چاودنې په نتیجه کې ټپي او وروسته یې بیا د دغو ټپونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په امریکا کې د سیمه ایزو رسنیو له خوا د خپرو شویو شمیرو له مخې دا د امریکایې ځواکونو اتم سرتیری دی چې د روان ميلادي کال د پیل راهیسې د افغانستان په جګړه کې وژل کیږي.