په کابل کې برید پنځه کسان وژلي
۱۳۹۶ فروردین ۲۳, چهارشنبهترهگري ډلي داعش د چهارشنبې په ورځ په کابل کې دفاع وزارت ته نزدې د یوه برید پړه پر غاړه واخيسته. په دغه برید کې پنځه کسان وژل شوي او شاوخوا لس نور ټپيان شوي دي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې په پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي. زیاته شوې ده چې د برید هدف دفاع وزارت ته نزدې د پولیسو یوه پوسته وو.
بريد هغه مهال شوی چې په دغه سيمه کې ډېر دولتي مامورين له دفترونو تر راوتلو وروسته خپلو کورونو ته روان ول.
د پیښې په سیمه کې یوه پولیس رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې چاودنه ښايي یوه ځانمرګي بریدکوونکي چي پلی روان وو، کړې وي.
رویترز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د پیښې یوه عیني شاهد داسې موټر چې د چاودني له کبله ورته تاوان رسدلی وو، لیدلي دي.
تیره میاشت هګري ډلي داعش د کابل پر پوځي روغتون باندي د برید پړه پر غاړه واخیسته چې په پایله کې یې نزدي ۵۰ کسان ووژل شول.