په کابل کي چاودني او يرغل ۱۱ تنه وژلي دي
۱۳۹۲ تیر ۱۱, سهشنبهد کابل د پوليسو مشر جنرال ايوب سالنگي د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جولای ۲) وويل چي په دغه بريد کي چي په افغانستان کي د ناټو ځواکونو ته د موادو رسولو پر يوه شخصي شرکت باندي ترسره سوی دی، څلور تنه نيپالي، يو تن افغان ساتونکی او دوه تنه د لارۍ موټر چلونکي وژل سوي دي. د هغه په خبره څلور سره يرغل کوونکي هم وژل سوي دي.
پوليسو زیاته کړه ده، مخکي له دې چي پر ياد شرکت باندي د موټر بم حمله وسي په لومړي سره کي څو تنو وسله والو د دغه مرکز پر ساتونکو باندي د سپکو وسلو فيرونه وکړل ترڅو د هغوی پام بلی خوا ته واړوي.
د هغوی په خبره وسله والو پلان لاره چي له چاودېدونکو موادو ډک لارۍ موټر شرکت ته ور داخل کړي. خو موټر د مرکز په دروازه کي چاودلی دی.
د کابل د پوليسو يوه وياند چي نوم ئې نه دی اخيستل سوی ويلي دي، چي ټول يرغل کوونکي چي شمېر ئې غالباً شپږ تنو ته رسېدی وژل سوي دي.
د ساتونکو او وسله والو ترمنځ تقريباً ۳۰ دقيقې جگړه روانه وه. ځايي رسنيو د پنځو تنو ملکي وگړو د ټپي کيدو خبر هم ورکړی دی.
د بريد پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې ده. په افغانستان کي مېشت ناټو ځواکونو بريد منلی دی او ويلي ئې دي چي خو افغان امنيتي ځواک توانېدلی دی چي ډير ژر سيمه تر خپل کنترول لاندی راولي.
په وروستيو وختونو کي په افغانستان، په ځانگړې توگه د دغه هيواد په پلازمېنه کابل کي دغه شان بريدونو او وسله والو يرغلونو زور اخيستی دی.
د روان کال په جون مياشت کي د افغانستان ټول امنيتي مسئوليت په رسمي توگه افغانانو ته وسپارل سو او د پلان له مخي به د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري له دغه هيواده ټول بهرني جنگي ځواکونه ووځي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جولای لومړۍ) وويل چي سږ کال د افغان پوليسو مرگ ژوبله د تيرکال په پرتله نزدې ۲۱ سلنه زياته سوې ده.
د دغه وزارت د شمېرو له مخي يوازي د روان کال د جوزا په مياشت کي ۲۹۹ تنه ملي او سيمه ييز پوليس د وسله والو مخالفينو په يرغلونو او چاودنو کي وژل سوي دي.
د ياد وزارت وياند صديق صديقي په کابل کي په يوه خبري غونډه کي وويل چي د ملي پوليسو د تلفاتو د ډيريدو يو بل علت د پخوا په پرتله د جگړې په ډگر کي د هغوی ډيره ونډه اخيستل دی.
يو شمېر کارپوهان په دې نظر دي چي افغان امنيتي ځواک لا تر اوسه پوري د دې وړتيا نه لري چي د ټول هيواد امنيتي مسئوليتونو ته په يوازي سره اوږه ورکړي. خو افغان حکومت وايی چي ځواکونه ئې پياوړي دي.