په کابل کي په سلهاؤ ټانکرونو ته اور واچول شو
۱۳۹۳ تیر ۱۴, شنبه
افغان چار واکو ويلي دي چي دغو ټانکرونو ته چي د کابل د ښار لويديځه برخه « چوکي ارغندې» په سيمه کي درول شوي ؤ د يو بم په واسطه اور اچول شوی دی. د کورنيو چارو د وزرات وياند مرستيال، ډاکتر نجیب نیکزاد دویچه ویله ته وویل چی په نوموړې سیمه کې ۴۰۰ ټانکرونه تم ؤ او له هغو څخه کابو ۲۰۰ یې ویجاړ شوي دي: « پیښه تیره شپه د یولس بجو شا او خوا رامنځ ته شوه او د نن سهار وختي پوري اور بل ؤ.» نیکزاد یادونه وکړه چي په دغو ټانکرونو ملکي او نظامي سکتورونو ته تیل لیږدول.
د اسوشيتد پرس د يو خبر له مخي دغي پيښي يو شمير موټر چلونکي په غوسه کړي او د تاوان غوښتنې لپاره يي لويه لاره بنده کړي ده. ځيني نور موټر چلونکي، په داسي حال کي چي ليدل يي د هغو موټر سوځي او د لگيدلي اور د وژلو توان يي نه درلود، هک پک حيران پاتي ؤ چي څه وکړي.
د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي، وويل چي تر اوسه پوري د دغي حملي له کبله د مرگ ژوبلو کوم رپوټ یې تر لاسه کړی نه دی. هغه وويل چي د پيښې له پيل سره د ژغورني عمله او اطفائيه سيمې ته واستول شوه تر څو ليگيدلی اور تر خپل کنترول لاندې راولي.
د پيښي د څرنگوالي په هکله مختلف ر پوټونه
د طالبانو يو وياند د دغې حملي مسؤليت په غاړه اخيستی دی. په تيرو داسې پيښو کي د هغوی جنگاليو په هغو ټانکرونو چي په افغاسنتان کي لويديځو ځواکونو ته سون مواد ليږدوي، وخت په وخت بریدونه کړي دي. د کابل د پیښې په هکله عيني شاهد جنت گل د اسوشيتد پرس خبري آژانس ته وويل: «مونږ نه شو ويلای چي رښتيا هم طالبانو دا کار کړی او که نور کسان د دې پيښي تر شا ولاړ دي. » هغه يادونه وکړه: « بريد کونکو يونيفورم په ځان کي ؤ، بيا پوه نه شؤ چي څه پيښ شول. هغوی د ټانکرو د چلونکو په لور ډزي وکړې او په دې ډول ټانکرونو اور واخيست. وسلوالو کسانو هر هغه چلونکي باندي ډزې کولي چي غوښتل يي د ټانکرو په لور وخوځيږي.»
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، نیکزاد وویل چی هغه دا خبره نه شي تصدیقولای چی وسلوالو کسانو دي پر ټانکرونو برید کړی وي: « حمله خو په هیڅ صورت نه تائیدو، خو په دې هکله پلټنه کوو چی آیا دغه اور د کوم مقناطیسي بم په واسطه لگیدلی دی او کوم بل کوم لامل لري.»
د کابل د جنايي پوليسو مدير، گل آغا هاشمي هم وويل چي دغو ټانکرونو د «يو مقناطيسي بم» په واسطه چي ښايي له يو ټانکر سره نښلول شوي وي، اور اخيستی دی. هغه وويل چي دغه ټول ټانکرونه په شخصي شرکتونو پوري اړه درلوده. د کورنيو چار وزارت وويل چي د پيښي پلټنه پيل شوي ده.
د ټانکرو چلونکو د کابل - کندهار لويه لاره بنده کړې ده او له حکومت څخه د تاوان غوښتنه کوي.
په افغانستان کي د ناتو تر مشرۍ لاندې د نړيوال امنيتي مرستندوی ځواک ، ايساف يو وياند وويل چي د هغوی له خوا پلټنه پيل شوې تر څو وموندل شي چي آيا په دغو ټانکرونو کي کوم يو هم موجود ؤ چي د ناتو لپاره يي تيل ليږدول که نه.