په کابل کي پر يوه خبريال تيزاب پاشل سوي دي
۱۳۹۰ بهمن ۲۴, دوشنبهصافي وايي بريد کوونکي درې تنه ول او وئې نه پيژندل چي څوک ول. هغه اوس د کابل په یوه روغتون کي دئ او په خبره ئې ښی سترگه ئې سم ليدل نسي کولای او حالت ئې خراب دئ.
د پيښي پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې او امنيتي چارواکو هم تر اوسه پوري څه نه دي ويلي.
په افغانستان کي د خبريالانو د ملاتړ ټولنو دغه بريد غندلی دئ. د نی په نامه يوې ټولني ويلي دي چي حکومت بايد له دغسي بريدونو مخه ونيسي ځکه په دې کار سره د رسنيو ودي ته زيان رسيږي.
تير کال هم په يوه ورته پيښه کي يو بل افغان خبريال د خپل کور مخي ته د تيزابي بريد هدف وگرځېد.
د يو بل خبر له مخي د ټلويزيوني خپروونو ښځينه چلوونکو ته خبرداری ورکړل شوی دئ چي که په غليظ سينګار او غربي فرهنګ سره د ټلويزيون پر پرده را څرګندي شي نو سخت قانوني چلند به ور سره وشي.
په هغه وينا پاڼه کي چي د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت له خوا خپره سوې ده ددغه وزارت د وزير سيد مخدوم رهين له قوله راغلي دي چي وزارت له کلونو راهيسي هڅه کړې ده چي د اسلامي اصولو او د افغانستان د نافذو قوانينو په روڼا کي رسنۍ په دې مسئله وپوهوي خو اوس يو ځل بيا له ټلويزيوني چينلونو څخه غوښتنه کوو چي دې مسئلې ته پام وکړي او خپلو ښځينه ويندويانو ته لارښوونه ورکړي چي د ټلويزيون پر پرده له غليظ سينگار څخه ډډه وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغه راز ويلي دي چي د سنګينو جامو اغوستل چي له اسلامي اصولو سره برابري وي د ښځو شخصيت نور هم پياوړی کوي او بايد ورته پاملرنه وشي.
په تيرو لسو کلونوکي د افغانستان د نورو رسنيو په څير ټلويزيوني شبکو هم د پام وړ وده کړې ده. دمګړۍ په هيواد کي ۴۴ ټلويزيوني چينلونه په فعاليت بوخت دي.
افغان دولت د مطبوعاتو په ډګر کي شوي پرمختګونه ډير مهم او خپله لويه بريا ئې بولي.
اوس په کابل کي تر پينځلسو ټلويزيوني چينلونو پوري فعاليت لري چي ډيری ئې خصوصي دي.
په هغو خپرونو کي چي د تلويزيونونو له لاري خپريږي ډيري ئې داسي جوړي شوي خپروني هم دي چي د غربي تلويزيوني خپرونو کاپي بلل کيږي.
د افغانستان د رسنيو قانون په ۱۳۸۶ کال کي د ولسي جرګي له لوري تصويب شو او پکښي تر خپرېدلو مخکي او وروسته هر ډول سانسور منع شوی دئ. خو دې ته هم اشاره شوې ده چي هره هغه خپرونه چي د افغانستان د قوانينو او اسلامي مقدساتو ته سپکاوي وکړي جواز نه لري.
د دغه قانون په ۴۵مه ماده کي راغلي دي چي رسنۍ په دې مکلفي دي چي په خپلو خپرونو کي د اسلام د اصولو او مقدس دين د ارزښتونو مطابق د خلکو ملي، معنوي او اخلاقي اړخونو ته پام وکړي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل