1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي پر موټرسایکل چلولو بندیز لګول کیږي

۱۳۹۹ فروردین ۲۶, سه‌شنبه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د سه شنبه په ورځ اعلان وکړ چي د امنیتي دلایلو له امله به ددغه هیواد په پلازمینه کابل کي به پر موټر سایکل چلولو بندیز ولګوي.

https://p.dw.com/p/3arfc
Afghanistan Kabul | Anschlag auf schiitische Gedenkfeier
انځور: picture-alliance/Anadolu Agency/S. Khodaiberdi Sadat

په کابل کي د پولیسو یوه ویاند ویلي دي چي «په تیر کال کي زیاتره جنایتونه او ترهګري فعالیتونه د موټرسایکلونو په مرسته تر سره سوي.» له همدې کبله به سر له سبا چهارشنبې څخه تر نامعلوم وخته پوري په پلازمینه کابل کي د هغوی چلول منع اعلان سي.

پولیس باید د موټرسایکلونو بندول د کابل په امنیتي کنترولي ساحو کي عملي کړي او د سرغړوني په صورت کي باید د نوموړو اشخاصو موټرسایکلونه ضبط سي.

د پولیسو ویاند زیاته کړې: «موږ غواړو چی خلک د وزارت له خوا د نوموړي پریکړي ملاتړ او له پولیسو سره د هغې د عملي کولو په برخه کي همکاري وکړي.»

نوموړې پریکړه په دغه لوی ښار کي د کرونا د بحران له امله وضعه سوو بندیزونو پر وخت رامنځته کیږي.

په تیرو وختونو کي ددغه څو میلیوني ښار اوسیدونکو، له داسي جرمونو څخه شکایت کاوه چي د موټرسایکلونو په مرسته ترسره سوي، لکه د موبایلونو غلاکول چي عاملین به یې نه پیژندل کیدل.

په پلازمینه کابل کي موټرسایکلونه د نقلیه وسایلو د بیروبار لویه برخه جوړوي. زیاتره وخت پر دغو موټرسایکلونو باندي د کورنۍ څو غړي هم سپاره وي، دا ځکه چي هغوی د موټر د اخیستلو توان نه لري.

همدارنګه د خدماتي تحویلاتو چلوونکي هم زیاتره وخت له موټرسایکل څخه کار اخلي. داچي په دغه بندیز کي به استثناوي هم موجودي وي او که څنګه، لا معلومه نه ده.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: