«په کابل کي پر روغتون بريدگر د ميندو په مرگ پسې راغلي ول»
۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۶, جمعهد کابل په دشت برچي سيمه کي د سل بستريز روغتون د زېږنتون پر څانگه باندي د تيري سه شنې په ورځ وسله والو کسانو يرغل وکړ او د ښځو، نوو زېږېدلو ماشومانو، ميندو او قابله گانو په گډون ئې ۲۴ کسان ووژل.
د دغه بريد مسئوليت تر اوسه پوري هيچا منلی نه دی، خو افغان حکومت ئې پړه پر وسله والو طالبانو او امريکا متحده ايالاتو بيا پر داعش اچولې ده.
د بې سرحده ډاکټرانو سازمان د افغانستان د برخي مشر فردريک بونوت چي تر بريد يوه ورځ وروسته روغتون ته ورغلی دی، ويلي دي: «هغه څه چي ما د دغه روغتون د زېږنتون په څانگه کي وليدل، دا ښيي چي دا پر ميندو باندي هدفمند يرغل وو.»
هغه زياته کړه ده: «هغوی (بريدگر) د زېږنتون خونو ته ورغلي او ښځي ئې په خپلو بسترونو کي ويشتلي دي. دغه فيرونه ميتودي ول.»
د بې سرحده ډاکټرو د افغانستان د څانگي مشر ويلي دي: «دېوالونه په مرميو غار غار، په اتاقونو کي ويني جاري او نقليه وسايط سوځول سوي او کړکۍ ماتي سوي دي.»
ياد سازمان چي د کابل په دشت برچي سیمه کي د سل بستريز روغتون د زېږنتون چاري پر مخ وړي، په اعلاميه کي ويلي دي چي د بريد پرمهال ۲۶ ميندي تر مراقبت لاندي وي.
له دوی څخه ۱۱ تنې ئې وژل سوي دي چي درې تنې ئې د ولادت په اتاق کي له خپلو نوو زېږېدلو ماشومانو سره وې. د دغو ميندو پنځه تنې ټپياني سوي دي او په لسونو نور د چاودني ضد خوني ته پناه وړې وه.
د بې سرحده ډاکټرانو سازمان ويلي دي چي بريدکوونکي د عمومي دروازې له لاري روغتون ته ننوتلي او مخامخ د روغتون د زېږنتون څانگي ته تللي دي.
بونوت ويلي دي: «هغوی (بريدگر) راغلي ول چي ميندي ووژني.» هغه زياته کړې ده: «دغه هيواد د ډيرو وحشتناکو پيښو شاهد دی، خو هغه څه چي د سه شنبې په ورځ پيښ سوي دي، په الفاظو نه سي بيانيدلای.»
افغان چارواکو ويلي دي چي پر روغتون باندي يرغل کوونکي درې کسان ول چي د اوږدو تصفيوي عملياتو پرمهال ووژل سول.
وسله والو طالبانو په دغه بريد کي لاس لرل رد کړي دي او داعش ئې مسئوليت پرغاړه نه دی اخيتسی، خو د افغانستان له پاره د امريکا متحده ايالاتو ځانگړي استازي زلمي خليلزاد په يوه تويت کي ویلي دي چي د دوی د ارزونو له مخي د دغه بريد مسئولیت د داعش ډلي پرغاړه دی.
خليلزاد په تويتر کي ليکلي دي چي داعش «د افغانستان د اسلامي جمهوريت او طالبانو تر منځ د سولي د يوه تړون مخالفت کوي، او هڅه کوي چي د عراق او سوريې په څير فرقوي جگړه وپاروي».