په کابل کي نوي لوبغالي جوړیږي
۱۳۹۱ فروردین ۳, پنجشنبهد افغانستان د المپیک کمېټې ویلي دي چې د ښځينه لوبغاړو له پاره د یوه لوبغالي د جوړیدو کار ئې ۸۰ سلنه پر مخ تللی دئ. د دې تر څنگ د المپیک ملي کمیټه پلان لري چې د تینس او هندبال له پاره لوبغالي او د سنوکر او بوکس فدراسونونو له پاره الحاقیه ودانۍ جوړي کړي.
د ملي المپیک کمېتې د نشراتو رئیس عارف پیمان، وایي چې په دې وروستیو کې د کابل په ښار کي ددې کمېټې د ډیرو فدراسونونو له پاره لوبغالي جوړ شوي دي.
که څه هم په کابل کې لوبغالی د المپیک کمېټې له خوا د برابر شوو امکاناتو په اړه خوښي څرگنده وي خو په یو شمیر ولايتونو کي لوبغاړي له نه امکاناتو څخه سر ټکوي. د لوگر ولایت یو اوسيدونکی وایي چي د دوی په ولایت کي د بېلابېلو لوبو له پاره هيڅ امکانات نه لري.
المپیک کمیټه د دغو لوبغاړو نیوکي مني او وایي چي دوی د بودیجې د کموالي له کبله نه شي کولای چې اوس په ټولو ولایتونو کي لوبغالي جوړ کړي. ښاغلی پیمان وایي:
«په افغانستان کي د ورزش ودي ته په کتو سره د لوبغاړو اړتیاوي هم ډیري شوي دي. خو موږ د گاونډیو هیوادونو په پرتله ډیره لږ بودجه په اختیار کې لرو.»
د افغانستان د المپیک کمېټې بنسټ په ۱۹۳۶ میلادي کال کې کښېښودل شو چې په لومړيو وختونو کې ئې یوازي پنځه فدراسیونونه درلودل خو اوس مهال دغه شمیر څلور څلویښتو ته رسیدلی دئ.
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د المپیک ملي کمیټې ډیر فدراسونونه غیر فعال ول او په نورو هیوادونو کي ئې استازي نه درلودل.
فرهاد محمدي
کتونکی: مسعود جهش